Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنې سلګونه مېلیونه ډالره زیان اړولی

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي چې د اسلام کلا په ګمرک کې د تېرې ورځې اورلګېدنې سوداګرو او موټرلرونکو ته په سلګونه مېلیونه ډالره زیان رسولی دی.

دا اورلګېدنه تېره ورځ (شبنې د سلواغې په ۲۵مه) له غرمې وروسته یوه بجه پيل شوه. د طلوع نیوز خبریال نصیر احمد صالحي د اسلام کلا له ګمرک څخه په رپوټ کې وايي چې د اور لمبې له اورلګېدنې ۲۴ ساعتونو وروسته مړې کړل شوې.

د هغه په وینا د ګازونو د ټانکرونو تر څنګ د سوند توکو د موټرو د لېږد، د خوراکي توکو د لېږد موټر او د ودانیزو توکو د لېږد موټر هم په دغې اورلګېدنه کې سوځېدلي او له منځه تللي دي.
  
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وویل:«په پراخه کچه د سوند توکو ټانکرونه او د سوداګر متفرته توکي سوځېدلي دي. ځينې مالونه له بده مرغه لوټ شوي او دا خصوصي سکټور یو ستر ګوزار دی. په خپله ولسمشر او د ولسمشر لومړي مرستیال ته مو په دوه وروستیو کلونو کې چغې او کوکې وکړې چې د اسلام کلا په ګمرک کې بېخ بنسټونه شتون نه لري او د اسلامي کلا ګمرک ته پاملرنه وکړئ خو چا زموږ غږ وا نه ورېد.»

چلوونکي او شاهدان وايي چې په دغې اورلګېدنه کې د سوداګریزو توکو څه باندې زر موټر سوځېدلي دي.

موټر چلوونکی عبدالظاهر وویل:«زموږ او زموږ د خپلوانو درې موټر چې ۳۰ تر ۳۵ زره ډالرو یې قیمت درلود په دغې اورلګېدنه کې وسوځېدل او هېڅ زموږ مرستې ته را نه غلل.»

موټر چلوونکی نور احمد هم وايي:«له کابله پلاوی راغلی وو او موټر یې په ګمرک کې درول. له همدې امله سرتېري دوه زره افغانۍ اخلي، له هغې لارې درې زره افغانۍ اخلي. د پارکینګ ترڅنګ یې څاه کیندلې او د ځان لپاره یې د عاید سرچینه جوړه کړې ده.»

بل خوا د مالیې وزارت وایي چې دغه وزارت هغو سوداګرو ته چې په دې اورلګېدنه کې زیانمن شوي دي؛ تاوان ورکوي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو رییسه آمنه احمدي وايي:«یو ځل وڅېړل شي او ټول زیانونه تثبیت شي، د پلاوي له خوا ځينې وړاندیزونه ورکول کېږي چې موږ څه ډول وکړای شو چې د زیان جبران وکړو یعنې موږ نه وایوو چې د زیان جبران نه کوو.»
 
د هرات د والي مرستیال نور احمد حیدري څرګندوي:«کله چې په یوې سیمه کې یوه ستره اورلګېدنه د ګمرک په څېر چاپېریال کې رامنځه کېږي ښايي استفاده کوونکي کسان وي او په لوټمارۍ لار پورې کړي.»

د ایران اوروژونکو ډله د اسلام کلا د اورلګېدنې په کابو کولو کې مهم رول لري. د ایران د اور وژنې شل ډلې د شنبې ورځې له ماښام راهېسې د اور د مهارولو هڅې کوي.

د هرات ځایي چارواکي تاییدوي چې په دې اورلګېدونه کې نږدې شل تنه ټپيان شوي دي. د شاهدانو او د هرات د ګمرک د مسوولانو په وینا په اسلام کلا ګمرک کې اورلګېدنه له  یوه ټانکرنه پېل شوه او ډېر ژر پراخه شوه.

د هرات ځايي چارواکي وايي چې د اسلام کلا په بندر کې د اورلګېدنې له پیل سره هسم، سوداګریز توکي او حتا موټر وړونکي موټر چور تالان شول.

شریک یي کړئ