Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اسلام کلا د اورلګېدنې زیانمنو ته د تاوان ورکړې غوښتنه

سلګونه تنه هغه موټر لرونکي او سوداګر چې موټر او سوداګریز توکي یې په اسلام کلا بندر کې له منځه تللي ديي، د حکومت له لوري د توان د ورکولو غوښتنه کوي. 

دا کسان وایي چې په ګمرک کې فساد او کمزوری مدیریت د دې اورلګېدنې لامل شوی دی.
 
زیانمن شوی خلیل احمد وايي:«دولت باید د خلکو زیان ورکړي. دا موټر په مفته لاس ته نه وو راغلي چې په مفته ولاړ شي. دا د غلا له پیسو نه دي ترلاسه شوي. خپل ټول عمر مو زحمت کاږلی او دا موټر مو اخیستي دي. یو موټر مې د ورور او یو موټر مې د زوی او یو موټر مې د وراره سوځېدلي دي.»
  
بل زیانمن شوي عبدالقادر هم وویل:«زموږ غږ لوړپوړ چارواکو، ولسمشر ته ورسوئ او موږ ته زیان جبران کړي. موږ ته هېڅ هم نه دي پاتي حکومت دې له موږ سره مرسته وکړي یا دې موږ ووژني.»

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د اسلام کلا ګمرک په اورلګېدنه کې سوداګرو او موټر لرونکو ته سلګونه مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی او که حکومت له هغوی سره همکاري ونه کړي، د هېواد په تېره بیا د هرات اقتصاد به له بې ساري ځوړ سره مخ شي.
 
د هرات د سوداګرۍ اوپانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده څرګندوي:«هغه موټر او توکي چې په اور کې سوځېدلي، د سوداګرو وروستی ژوند و. د زیان کچه ډېره پراخه ده. د حکومت له ملاتړ پرته، دا زیان د خصوصي سکټور له خوا د جبران وړ نه دی.»

د هرات ځایي چارواکي وایي چې په اسلام کلا بندر د غفلت او اداري فساد له امله اورلګېدنه شوې ده او له عاملانو سره یې جدي چلند کېږي.

 که څه هم په دې اورلګېدنه کې په احتمالي توګه له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰ موټرو د اور اخیستو رپوټ ورکړل شوی دی، خو د هرات والي وايي چې د نږدې ۲۰۰۰ موټرو د اور اخیستو مخه نیول شوې ده.
 
د هرات والي سید وحید قتالي وايي:«زموږ اتیا سلنه وخت په سیمه کې د مالونو خوندیتوب ونیو. له دې اړه ډېر اغېزمن یوو. له ټولو هغو کسانو سره چې د سوداګر د مال په غلا یې لاس پورړې کړی قانوني چلند کېږي، ځينې نیول شوي دي.»

په اسلام کلا بندر کې اورلګېدنه د دوشنبې پر ورځ پېل شوه او د درېیو ورځو په تېرېدو سره لا هم دا اور په بشپړه توګه مړ شوی نه دی او اوس اوس په دغه ګمرک کې څو ټانکره چاوېدلي دي.

شریک یي کړئ