Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

چارواکي: اسلام کلا اورلګېدنې کې له زرو ډېر موټر سوځېدلي دي

د هرات د سوداګرۍ خونې رییس، یونس قاضي زاده نن(سې شنبې د سلواغې په ۲۸مه نېټه) وايي د هرات اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې له زرو ډېر موټر سوځولي دي.

هغه زیاتوي، لا هم په سیمه کې څېړنې روانې دي او ښایې چې د سوځېدلیو موټرو شمېر زیات شي، د موندنو له مخې تر اوسه ډېر سوځېدلي موتر نه دي شمېرل شوي.

په همدې حال کې یوه سرچینه وايي د اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې زیانونو څېړنې په تړاو ګمارل شوی پلاوی وايي پېښه کې ۹۰۲ موټر سوځېدلي دي.

اسلام کلا بندر کې د شنبې په ورځ اور ولګید.

تېره ورځ سلګونه تنه هغه موټر لرونکي او سوداګر چې موټر او سوداګریز توکي یې په اسلام کلا بندر کې له منځه تللي، د حکومت له لوري د تاوان د ورکولو غوښتنه وکړه.

دا کسان وایي چې په ګمرک کې فساد او کمزوری مدیریت د دې اورلګېدنې لامل شوی دی.

زیانمن شوی خلیل احمد وايي:«دولت باید د خلکو زیان ورکړي. دا موټر په مفته لاس ته نه وو راغلي چې په مفته ولاړ شي. دا د غلا له پیسو نه دي ترلاسه شوي. خپل ټول عمر مو زحمت کاږلی او دا موټر مو اخیستي دي. یو موټر مې د ورور او یو موټر مې د زوی او یو موټر مې د وراره سوځېدلي دي.»

بل زیانمن شوي عبدالقادر هم وویل:«زموږ غږ لوړپوړ چارواکو، ولسمشر ته ورسوئ او موږ ته زیان جبران کړي. موږ ته هېڅ هم نه دي پاتي حکومت دې له موږ سره مرسته وکړي یا دې موږ ووژني.»

له اورلګېدنې د څلورو ورځو په تېرېدو سره د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې تېره ورځ وویل چې د اسلام کلا ګمرک په اورلګېدنه کې سوداګرو او موټر لرونکو ته سلګونه مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی او که حکومت له هغوی سره همکاري ونه کړي، د هېواد په تېره بیا د هرات اقتصاد به له بې ساري ځوړ سره مخ شي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د اسلام کلا ګمرک په اورلګېدنه کې سوداګرو او موټر لرونکو ته سلګونه مېلیونه ډالره زیان رسېدلی دی او که حکومت له هغوی سره همکاري ونه کړي، د هېواد په تېره بیا د هرات اقتصاد به له بې ساري ځوړ سره مخ شي.

د هرات ځایي چارواکي وایي چې په اسلام کلا بندر د غفلت او اداري فساد له امله اورلګېدنه شوې ده او له عاملانو سره یې جدي چلند کېږي.

یوه سرچینه وايي د اسلام کلا بندر کې د اورلګېدنې زیانونو څېړنې په تړاو ګمارل شوی پلاوی وايي پېښه کې ۹۰۲ موټر سوځېدلي دي

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه