Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ایران خاوره کې د سلګونو بار وړونکو موترو بې برخلیکي

په هرات کې سوداګر وايي چې د اسلام کلا ګمرک د نه فعالېدو له امله د ایران په خاوره کې په سلګونه باروړنکي موټر له بې برخلیکۍ سره مخ دي.
  
د دوی په وینا د تازه مېوو، خوراکي توکو او د فابریکو خام توکي د له منځه تلولو په حال کې دي او خصوصي برخې ته ډېر زیان رسېدلی دی.

په اسلام کلا ګمرک کې د اورلګېدنې په پېلېدو سره، له سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر د اور له لمبو د ژغورو لپاره د ایران خاورې ته لېږدول شوي دي. خو له هغه وخته بیا تر اوسه پورې چې په اسلام کلا کې ګمرکي خدمتونه درول شوي دي، دغه موټر د ایران د پولې اخوا بې برخلیکه پاتې دي.

د هرات یو شمېر سوداګر وایي چې په دغو موټرو کې بار میوې او سابه د خوسا کېدو له خطر سره مخامح دي.
  
سوداګر محمد لطیف قناویزیان وايي:«زموږ د خپلې کمپنۍ کابو ۳۰۰ تر ۴۰۰ کانټيرنه چې غوښتل مې د دوغارون له مرزه وارد شي د لارو په اوږدو کې ګیر پاتې دي. ځينې دغه موټر باید ژر هرات ته راشي چې په سړخونو کې تخیله شي او هر څه د خرابېدو په حال کې دي چې دا به زموږ د هېواد اقتصاد ته یو کلک ګوزار وي.»

سوداګر عبدالحمید رحماني څرګندوي:«هغه خوراکي توکي چې په پوله کې بې برخلیکه پاتې دي د خرابېدو په حال کې دي او دولت باید په دې برخه کې اقدام وکړي.»

سوداګرعبدالظاهر توخي هم زیاتوي:«د خوراکي توکو، مېوو او ټولو اجناسو کابو زر موټر د دوغارون په ګمرک کې بې برخلیکه دي او هېڅ یخچال او امکانات هم نشته.»

بل خوا د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د اسلام کلا د ګمرک غیر فعال پاتې کېدل به د هغو سوداګرو لپاره چې له بېلابېلو هېوادونو سره د توکو د پېرلو تړونونه لري؛ ستونزې جوړې کړي.
 
د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس یونس قاضي زاده وايي:«زموږ په تړونونو کې په مېلیونونو ډالر په ټوله نړۍ کې د بارګیرۍ له امله ځنډول شوي. د افغانستان تر ټولو لوی بندر چارې په ټپه درېدلي دي او هره ورځ موږ د خپلو موټرو او تړونونو د درېدو له امله د سترو ډمبیرجونو د ورکړې شاهد یوو.»

د هرات ځايي چارواکي وایي چې د اسلام کلا د ګمرک بیا فعالېدل څو ورځې وخت ته اړتیا لري او د اسلام کلا له پولې اخوا به  د ایران په خاوره کې په سوداګریزو توکو بار موټرونه یوه اوونۍ انتظار پاتې شي.
  
د هرات والي سید وحید قتالي څرګنده کړه:«پلاوی دې د ۱۵۰۰ یا له دې د ډېرو موټرو چې د ګاونډي هېواد په خاوره کې ولاړ دي څرګند کړي، چې کومو وسایطو مخکې خپل محصول ورکړی، کوم یې تش دي او کوم باید خپل محصول ورکړي. له ګاونډي هېواد سره زموږ پرېکړ دا ده چې د ګمرکي خدمتونو د بیا راژوندې کېدو او د ګمرک لپاره د بدلي فضا رامنځته کولو لپاره تر یوې اوونۍ د توکو له واردولوم او طی مراحل څخه دې ډډه وشي.»

د تایید شویو شمېرو له مخې د هرات ولایت په اسلام  کلا بندر کې پر سوداګریزو توکو بار نهه سوه موټر سوځېدلي دی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې په وینا پر سوداګریزو توکو بار سلګونه موټر د سیمې د اوسېدونکو له لوري لوټ شوی دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه