Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پاکستان هوايي چلند شرکت افغانستان کې د فعالیتونو پراختیا غواړي

د پاکستان د هوایي چلند نړیوال شرکت غواړي، له کابله اسلام اباد ته الوتنو سره سره، مزارشریف، هرات او کندهار ته هم الوتنې پیل کړي.

د دغه شرکت اجرایي مشر وایي، افغان صادرونکو ته د کارګو خدمتونو وړاندې کول د دوی بل وړاندیز دی. 

د پاکستان د هوايي چلند نړیوال شرکت اجرايي رییس ارشاد ملک په دې اړه وویل:«ماته ویل شوي چې، خلک پاکستان ته د تګ لپاره له مزارشریف، کندهار او یا هم هراته کابل ته راځي. نو ولې پي، آی، اې دغه خدمات وړاندې نه کړي؛ چې خلک وکړای شي له کندهار - هرات او مزاشریف نه نېغ په نېغه اسلام آباد یا هم کراچۍ ته ولاړ شي.»

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وایي، د پاکستان نړیوال هوایي غواړي افغان صادرات چین او اروپایي هېوادونو ته ورسوي.

د پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس خانجان الکوزی وايي:«موږ هم غواړو چې موږ ته په کام ایر او اریانا کې اسانتیا رامنځت شي چې کراچۍ او لاهور ته الوتنې ولرو. غواړو چې بالمثله همکاري وکړو.»

پې آی اې شرکت له افغان حکومته غوښتي چې، په ورځ کې یو ځلي له کابله اسلام اباد ته د الوتنو ترسره کېدو ته موکه برابره کړي.

د ملکي هوايي چلند خپلواکې ادارې رییس محمد قاسم وفایي زاده څرګندوي:«د افغانستان هوايي چلند اداره په مارکېټ کې د تقاضا د کچې او هغو اغېزو ته چې کورونا ویروس پرېښي دي چې د تقاضا د کموالي لامل شوی له څېړنې وروسته به په دې هکله پرېکړه وکړو.»

دمګړۍ د پاکستان د نړیوال هوايي چلند شرکت په اوونۍ کې ۳ ځلي کابل او اسلام اباد ته الوتنې لري او بیا کام ایر شرکت په اوونۍ کې ۴ ځلي دغه الوتنې ترسره کوي.

د کام ایر هوايي چلند شرکت د سوداګرۍ امر سلیمان عمر وايي:«له اړوندو ادارو زموږ تمه دا ده چې د بحث او د اسانیتا رامنځته کولو په لړ کې، د دواړو هېوادونو شرکتونو ته دې عادلانه سهولت رامنځته کړي. څه پاکستاني شرکتونه او څه افغاني شرکتونه د بېلګې په توګه د مالیاتو او ویزو د صادرولو په برخو کې اسانتیا ولري.»

د پاکستان د ګڼو مالیاتو له امله دغه هېواد ته د ټکټونو بیې لوړې کړې؛ نو له همدې امله زرګونه کسان د لارو د ستونزو په منلو سره پاکستان ته د ځمکې له لارې ځي راځي.

شریک یي کړئ