Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

غني: نړیوالو ۶۰ سلنه مرستې د دولت له بودجې بهیر لګول شوې دي

ولسمشر محمد اشرف غني وایي، د نړۍوالې ټولنې ۶۰ سلنه مرسته، د افغانستان د حکومت له بودجې بهیر لګول شوې ده.

ولسمشر غني چې(پنجشنبې د سلواغې په ۳۰مه نېټه) د ژنیو غونډې د ژمنو د عملي کېدو د څارنې په لومړۍ ناسته کې خبرې کولې، وویل چې د دې کار لامل د افغانستان د حکومت ستونزه ده او د ملي بودجې شفافیت او حساب ورکولو ته د ادارو برابرول به دا مرستې ملي بودیجې ته راوګرځوي.

ښاغلي غني ټینګار کړ چې د جنیوا په ناسته کې د افغانستان ژمنو پلي کولو کې بودجه کې اصلاحات او د هغې پلي کولو مهم رول لري:«۶۰ سلنه مرستې د دولت له بودجې بهر تللې دي، خو ستونزه د نړیوالې ټولنې نه ده زموږ ده. بودجه شفافه او اغېزمنه کړئ، ملي پروګرامونه حساب ورکونکي کړئ، پېسې بېرته راځي.»

د جنیوا ناسته د روان هجري لمریز کال په لیندۍ میاشت کې ترسره شوه چې په کې نړیوال ټولنې په مشروط ډول افغانستان سره د ۱۳ میلیارده مرستو ژمنه وکړه.

ولسمشر غني زیاتوي چې  د اداري چارو په اوسني کلتور کې له بدلون پرته په جینوا ناسته کې د افغانستان له لوري ورکړ شوې ژمنو ته رسېدل ناشوني دي:«د افغانستان ملت فاسد نه دی. یو اقلیت چې په فساد ککړ دی، باید اجازه ورنکړل شي چې د  افغانستان د ملت راتلونکی خراب کړي.»

د جنیوا غونډې د ژمنو د عملي کولو د څارنې ناسته په دې برخه کې د کاري اسلوب برابرولو او همداراز د بیلابیلو بنسټونو د مسوولیتونو د مشخص کېدو لپاره جوړه شوې وه.

له بل لوري ولسمشر غني وايي، په روان مالي کال کې به د ټاپي او کاسا زر پروژو په څېر په لویو پروژو کې د پام وړ پرمتخګونه وشي.
 
شریک یي کړئ