Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د تیلو پر لوړې بیې د موټرچلونکو نیوکې

د توکو بیو زیاتوالي غبرګون کې د ترانسپورټي شرکتونو اعراضونو او د لارو بندون سره سره، لا هم بیې نه دي راټيټې شوې.

له دې سره موټرچلونکي شکایت کوي چې د تیلو بیو کې هېڅ کموالی نه دی راغلی او پلرونکي ورته په خپل سر بیې ټاکي.

د دوی په خبر تر اوسه د تیلو په بیو کې دیارلس افغانۍ جیګوالی ساتل یوش دی او د تیلو پلورونکي په خپل سر هر لیتر تیل له څلوېښتو تر اته څلوېښتو افغانۍ پلوري.

موټرچلونکي پر سوداګرۍ او صنعت وزارت نیوکه کوي چې پر بازارونو څارنه نه کوي او دغه کار د تیلو او ګازو بیو کې د زیاتوالي لامل دی.

کابل کې یو تن موټر چلونکی، محمد وايي:«دلته هر څوک په خپل زړه کار کوي. هرڅوک چې یو څه پلوري، په خپل زړه ورته بیه ټاکي. حکومت هم ښه ده پوښتنه نه کوي.»

د کابل اوسېدونکی، محمدافضل زیاتوي:«د تیلو له یوه ټانګه تر بل پورې پنځه افغانۍ توپير په یوه لیتر تیلو کې دی. داسې ښکاري چې لوړې بیې پلورل اسان دي.»

د کابل اوسېدونکي سوداګر په بې انصافۍ او ګټنې  تورنوي، په دې وروستیو کې د بې کیفیته تیلو بازار ته راتلل هم شایع شوي دي.

د کابل اوسېدونکی، حشمت الله بیانوي:«نه پوهېږو چې حکومت څه کوي، یوه وړه ستونزه خو ستونزې او لوړې بیې ډېرې.»

د صنعت او تجارت وزارت خبرداری ورکوي چې له ګران پلورونکو سره به قانوني چلند وکړي، خو تر اوسه دغو ګواښونو کومه اغېزه نه ده کړې.

د یاد وزارت ویاند، فواد احمدي څرګندوي:«د صنعت او تجارت ګرځنده ډلې له نورو بنسټونو سره ګرځي او هڅه کوي چې د ګران پلونې مخه ونیسي.»

د موټر چلونکو په خبر تر اوسه د تیلو په بیو کې دیارلس افغانۍ جیګوالی ساتل یوش دی او د تیلو پلورونکي په خپل سر هر لیتر تیل له څلوېښتو تر اته څلوېښتو افغانۍ پلوري

شریک یي کړئ