Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته په ناقانونه توګه د درملو د ورداتو په هکله اندېښنې

د درملو او خوړو ادارې رییس وايي چې شونې ده د هېواد د اړتیا وړ درملو یوه ستره برخه له ناقانونه لارو هېواد ته وارده شي.

د درملو او خوړو د نوې جوړې شوې ادارې رییس رییس ابراهیم شینواری دا ادعا نه ردوي او وایي چې تېرکال هېواد ته د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي وو چې له دې منځه یوازې د څه باندې ۴۰ مېلیونه ډالرو په ارزښت یې په ګمرکونو کې ثبت شوي دي.

نوموړی وایي سږکال د هېواد د ګمرکونو شمېرې ښيي چې هېواد ته یوازې د ۵۰ مېلیون ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي دي.
 
د درملو او خوړو د ادارې رییس ابراهیم شینواری وايي:«دا چې څومره درمل وارېدېږي، احتمالاً د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت وارېدېږي، موږ چې د تېر کال د ګمرکونو شمېرې اخیستې دي د دې ښودنه کوي چې د ۴۴ مېلیون ډالرو په ارزښت درمل هېواد ته وارد شوي دي.»
 
درمل افغانستان ته له ډېرو واردېدونکو توکو ګڼل کېږي، خو د درملو د واردونکو په وینا تراوسه حکومت نه دی توانېدلی چې هېواد ته د درملو پر وارداتو څارنه وکړي.

 په پلازمېنه کې د درملو یو واردونکی ادعا لري چې په کال کې ۹۰ سلنه درمل له قاچاقي لارو او ناقانونه توګه د هېواد بازارونو ته لېږدول کېږي چې دغه کار د ګمرکي عوایدو پر حیف و میل کېدو سربېره بازارونو ته د غیرمجاز او کم کیفیته درملو د وارداتو لار هواره کړې ده. 
 
د فرمان کیهان شرکت مسوول ډاکټر شفیع څرګندوي:«زه له اسنادو سره کولای شم چې ثابته کړم چې د افغانستان ۹۰ سلنه درمل په ناقانونه توګه واردېږي او یوازې لس سلنه قانوني واردېږي.»

د درملو د واردونکو شرکتونو د ټولنې مسوولان وایي چې اوس مهال غیر مجاز درمل له ناقانونه لارو هېواد ته واردېږي.
 
د درملو د واردوونکو شرکتونو د ټولنې رییس اسد الله کاکړ وویل:«په سلګونو نه بلکې په زرهاو کانټینرونه هېواد ته واردېږي... ډېری درمل په قاچاقي توګه بازارونو ته واردېږي چې د افغانستان د درملو په نوملړ کې جواز نه لري او دا نوملړ له پخوا دی چې تراوسه نه دی څېړل شوی.»

په افغانستان کې د درملنې برخه د سلګونه کلونو مخینې په لرلو سره اوس مهال له لویو ستونزو سره مخ ده.

 د درملو او خوړو اداره وایي په هېواد کې د درمل جوړولو صنایع پیکه دي او یوازې د هېواد شاوخوا شپږ سلنه د اړتیا وړ درمل او روغتیایي توکي په کوردننه تولیدېږي او پاتې نور یې له بهره واردېږي.
 
شریک یي کړئ