Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېښنا شرکت د خپلو پرژو تمویل کې له ستونزو سره مخامخ دی

بریښنا شرکت سږکال په خپلو پلانونو کې د بریښنا تولید او لېږد ۵۰ پروژې لري چې ترټولو مهمه یې کابل ته د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو واټ بریښنا مزي غځول دي

د برېښنا شرکت مسوولین وايي سږ کال د دې پروژو د تمویل لپاره نړیوالې ژمنې له ځان سره لري، خو د انرژۍ برخې یو شمېر کارپوهان وايي بریشنا شرکت سږ کال له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کمولو له کبله د خپلو پروژو تمویل کې له جدي کمبود سره مخ دی.

دوی وايي سږ کال به برېښنا شرکت و نه توانېږي چې ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدېدونکې برېښنا لپاره پیسې ور کړي.

کابل ته د ترکمنستان د بريښنا د مزو راغځول، له غزني نه کندهار ته د بریښنا د مزو غځول  او د بامیانو د دوشي بریښنا د پروژې بشپړېدل هغه مهمې پروژې دي چې سږکال باید بشپړې شي.

 بریښنا شرکت وایي چې په دغو پروژو کې پنځوس پروژې شاملې دي چې څه باندې یو میلیارد ډالره لګښت غواړي او د عملي کېد لپاره یې مالي ژمنې شوې.

د برېښنا شرکت اقتصادي سلاکار، مصطفی آریا وايي:«مهم پروژه چې اوس پرې کار روان دی د کجکي بند د برېښنا لیږد دی کندهار ښار او د هلمند لښکرګاه ته چې سږ کال به تمام شي.»

 خو د انرژۍ برخې یو شمېر کارپوهان د سږکال  مالي ستونزو ته په پام سره وایي چې دا شرکت به په دې ونه توانېږي چې ان ګاونډیو هېوادونو ته شاوخوا درې سوه میلیون ډالره ورکړي.

دوی وایي چې د بریښنا شرکت په چارو کې پڅوالی ددې لامل شوی دی چې تېرکال د مرستو ډېرې پېسې له لګولو پرته بېرته مرستندویو هېوادونه ته وګرځول شي.

د انرژۍ برخې کارپوه، فیض محمد ځدراڼ څرګندوي:«د برېښنا شرکت د کال درې سوه میلیونه ډالره باید ګاونډي هېوادونو ته د برېښنا د صرفیې بل ورکړي او د شرکت لګښت تر حقوقو پورې تر پنځو میلیونو ډالرو پورې رسیږي نو دا شرکت نشي کولی دا لګښت د بل له صرفیې چې هغه هم ډېر کم دی ورکړي.‎»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي په بریښنا شرکت کې د مدیریت کمزورتیا ته په پام سره وایي چې دا شرکت خپل عواید په سمه توګه نه شي راټولولای.
 
د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمېسیون غړی، عظیم کبرزاني زیاتوي:«د برېښنا شرکت له کمزوري مدیریت سره نشي کولی چې خپل عواید راټول کړي او پروژو کې هم ستونزې ډېرې دي.‎»

 بل خوا په زورواکانو او ځینو دولتي ادارو د بریښنا د څو کلونو پورونو پاتې کېدل هغه ستونزې دي چې په وروستیو څو کلونو کې په بنسټيزه توګه نه دي حل شوي، له همدې امله د سږني مالي کال په بودجه کې ټاکل شوې وه چې د دغو پورونو څه باندې یو میلیارد افغانۍ د یو نوي کود له لارې د بریښنا شرکت عوایدو ته زیات شي، خو ولسي جرګه د بودجه په سند  کې دا پېسې لېرې کړې.

د انرژۍ برخې یو شمېر کارپوهان وايي سږ کال به برېښنا شرکت و نه توانېږي چې ګاونډیو هېوادونو ته د لېږدېدونکې برېښنا لپاره پیسې ور کړي.

شریک یي کړئ