Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د احتمالي وچکالۍ په تړاو اندېښنې

د کرنې او مالدارۍ خونه راتلونکي کال کې د احتمالي وچکالۍ په اړه اندېښنه لري. د یادې خونې مسوولین وايي د راتلونکي کال وچکالي به کرکېله په ځانګړې ‌ډول د غنمو کښتونه زیانمن کړي.

خو د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي دغه وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې هېواد کې شاوخوا ۷ زره بزګرانو ته کابو یو میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ پور ور کړي.

د هېواد په ځینو برخو کې د کرکېلې د فصل په پېلېدو سره لا هم کروندګر د ورښتونو په تمه دي‎.

یو شمېر کروندګر وایي چې د راتلونکي کال د وچکالۍ نښې له همدا اوسه ښکاره دي او احتمال لري چې سخت کال په مخکې ولري.

د هلمند په پنجوایي ولسوالۍ کې کروندګر، عبدالرب کشاورز وايي:«سږ کال ستونزې ډېرې دي، غنم مو چې کرلي دي، تر اوسه نه دي اوبه شوي، له یوې خوا نا امنیو ستونزې ډېرې کړې دي او له بلې خوا وچکالیو.»

د کرنې او مالدارۍ خونه د راتلونکي کال د احتمالي وچکالۍ په تړاو د اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې په دې برخه کې به للمي کروندې زیانمې شي.
 
د کرنې او مالدارۍ خونې د عامل پلاوي رییس، عبیدالله یوسفزی څرګندوي:« د وچکالیو زیان به هغه وخت مالوم شي چې غله شي او تر اوسه هیله شته چې اورښتونه ستونزې کمې کړي.»

بل خوا د کرنې او اوبو لګونې وزارت وایي چې په راتلونکي کال کې به  د کروندګرو د ملاتړ لپاره د کرنیزو پورونو کچه زیاته شي.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند، اکبر رستمي زیاتوي:«سږ کال به موږ اووه زره کروندګرو ته واړه پورونه ورکړو چې د تېر کال پرتله زیاتوالی په کې راغلی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې د لومړنیو څېړنو له مخې سږکال د هېواد په ډیری ولایتونو کې خورا لږ ورښتونه شوي دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شونکي د راتلونکي کال پر احتمالي وچکالۍ د اندېښنې په ښودلو سره وایي په کورني ناخالص تولید کې د کرنې د برخې مهم رول ته په پام سره به راتلونکی کال د اقتصادي ودې له اړخه هم له ننګونو سره مخ وي.

د احتمالي وچکالۍ په تړاو اندېښنې

د کرنې او اوبو لګولو وزارت چارواکي وايي دغه وزارت په پام کې لري چې په راتلونکي کال کې هېواد کې شاوخوا ۷ زره بزګرانو ته کابو یو میلیارده او ۸۰۰ میلیونه افغانۍ پور ور کړي.

شریک یي کړئ