Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مالیې وزارت: سږکال به د بودیجې ۴۶ سلنه کسر له پور سره تامین شي

افغانستان له ځینو بنسټونو او هېوادونو یو مېلیارد او ۵۰۰ مېلیونه ډالر پوروړی دی. د مالیې وزارت وایي، سږکال به ۱۷ مېلیارده او ۴۰۰ مېلیونه افغانۍ د بودیجې د کسر له کبله په دغو پورونو ورزیات شي.

د مالیې وزارت د مالوماتو له مخې، د روان کال د بودیجې څه باندې ۴۶ سلنه کسر به د پیسو له نړۍوال صندوقه په پور اخیستنې سره پوره شي.

مالیه وزارت وايي، د تېر په څېر هغه پورونه چې اخیستل کېږي، د بیا ورکړې شرایط به یې هم اسانه وي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وویل:«په ۱۴۰۰ مالي کال کې د بودیجې د کسر لپاره ۱۷.۴ مېلیارده افغانۍ د بودیجې په سند کې وړاند وینه شوې او دا شمېر د پیسو د نړیوال صندوق څخه اخیستل شوي دي. په ټول کې افغان حکومت تراوسه کابو ۱.۵ مېلیارده امریکايي ډالر له نړیوالو بنسټونو او هېوادونو څخه پوروړی دی.»

د اقتصادي چارو یو شنوونکی وايي، د پورونو پیسې باید په لویو بنسټیزو پروژو کې ولګول شي؛ څو دغه پروژې په اوږد مهال کې د پورونو د پرې کولو جوګه شي.

د روان کال د بودیجې کسر ۳۷ مېلیارده او ۶۰۰ مېلیونه افغانۍ دی. مالیه وزارت وايي، له پورونو سربېره به، له نورو مرستو او کورنیو عوایدو دغه کسر پوره کړای شي.

شریک یي کړئ