Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بزګر ملي ورځ د کرنیز نندارتون له جوړېدو سره ولمانځل شوه

د نوي هجري لمریز کال دویمه ورځ چې په هېواد کې د بزګر له ملي ورځې سره سمون لري او دا ورځ د ګڼ شمېر بزګرو، حکومتي چارواکو او ننداره چیانو له ګډون سره د کابل په بادام باغ کې د یوه زراعتي نندارتون له جوړېدو سره ولمانځل شوه.

په دغه نندارتون کې ۲۸۶ شرکتونو چې ۷۹ یې د ښځو له خوا رهبري کېږي خپل محصولات نندارې ته اېښي دي.

دغه ورځ د تېرو کلونو پر تله په ډېره پراخه او بې مخینې توګه ولمانځل شوه.

دغه نندارتون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې د څلورو ورځو لپاره جوړه شوې ده.
 
د باران د اورېدو سربېره په دغه نندارتون کې د نندارچیانو لپاره په ژوندۍ بڼه موسیقي او نورې هنري اجراګانې ترسره شوې. 
 
په دغه نندارتون کې د کرنیزو محصولاتو او لاسي صنایعو شرکتونو او دغه راز هغو شرکتونو چې لسګونه ډوله خوراکي توکي تولیدوي ګډ‌ون کړی دی.
 
د شاتو او د مچیو د روزنیزو توکو د تولید شرکت مسوول محمد حسین نجفي وايي:«زمو فارم د غزني ولایت په جاغوري ولسوالۍ کې دی. دلته شات، د ګل ګرده، د شاتو ډولونه او د شاتو د اېستلو دستګاوې مو راوړي دي. په ټول کې څه باندې ۲۰۰ قلمه کېږي.» 
    
د لبنیاتو د تولید د یوه شرکت مسوول آصف خان هم څرګندوي:«د ورځې ۸۰۰ تر ۱۰۰۰ کیلو شیدې تولید وو او له هغو تریو پنېر، خوږ پنېر، شیر برنج، ککاوي شیدې، مستې، قیماق، کوچ او کورت جوړ وو.»

کورني تولیدونکي چې پروسږکال د کورونا ویروس د پراخیتا له امله له دغې موکې بې برخې شول، دا ځل تمه لري چې له دغه نندارتونه ډېر عاید تر لاسه کړي.
        
پانګواله مریم حبیب په دې هکله وویل:«موږ ته هم اعلانات کېږي او همدارنګه هغه کسان چې په تېرو کلونو کې زموږ پېرودونکي وو یوځل بیا راغلل. ځکه چې تېر کال نه وو او کورونا راغله څوک نه پوهېدل چې څوک مړه دي او څوک ژوندي دي.»    
 
د کرنې او اوبو لګولو وزیر انوارالحق احدي هم څرګنده کړه:«تمه لرو هغو کسانو چې په غرفو کې خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي، په دغه نندارتون کې د ۱۰۰ مېلیونه افغانیو په ارزښت پلور ولري.»

شریک یي کړئ