Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات سوداګریزو توکو په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی

پر کارو بار د کرونا ویروس ویروس له کبله رامنځته شوي کړکېچ سره سره په هرات کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي په ۱۳۹۹کال کې د هرات ولایت څخه د صادراتي توکو کچه د تېر کال پرتله۳۰ سلنه لوړه شوې ده.

د یادي ادارې د شمېرو له مخې، تېر کال د ۷۶ ملیون ډالرو په ارزښت ۶۵ زره ټنه کرنیز او صنعتي محصولات له دغه ولایته بیلابیلو هېوادونو ته صادر شوي دي.

د مسوولینو په خبره د کرونا ویروس له کبله رامنځته شویو ستونزو له کبله د هېواد صادراتو کې ۲۰۰ میلیون ډالره کمښت راغی، خو اوس بیا د هرات په صادراتي توکو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، محمد یونس قاضي زاده وايي:«په ۱۳۹۹ کال کې موږ په صادراتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی لرو. زموږ د صادراتو یوه برخه وحشي بوټي، صنعتي او حیواني محصولات دي. تېر کال د صادراتو لپاره ښه کال و، هیله ده چې روان کال هم ښه ووسي.»

 د هرات صادراتي توکي تر ډيره، زعفران، ممیز، زیره، غالۍ او ورته نور توکي دي.

په هرات کې د صادروونکو د ټولنې رییس، محمد عثمان انصاري زیاتوي:«زموږ صادرات تر ډېره عربي متحده اماراتو، ایران، اروپا، ترکیې او هند ته دي.»

د هرات ځایي چارواکي وایي چې هڅه کوي سږکال د هرات د صادراتو ارزښت څه باندې  ۷۶ ډالرو ته ورسوي‎.

د هرات والي، سید وحید قتالي څرګندوي:«باید زموږ د اوسپنې پټلۍ جوړه او سوداګریز دهلیز فعال شي، موږ په بنسټيزو برخو کې پانګونه کړې ده. ولسمشر پر هرات جدي تمرکز لري چې ۱۴۰۰ کال د صادراتو لپاره ښه کال ووسي.»

هرات د هېواد یو له مهمو اقتصادي مرکزونو دی چې په ورستیو کلونو کې د صنعتي محصلاتو تولید، مالدارۍ او کرنې برخو پکې د هېواد د نورو سیمو پرتله ډیره وده کړې.

د کرونا ویروس له کبله رامنځته شویو ستونزو له کبله د هېواد صادراتو کې ۲۰۰ میلیون ډالره کمښت راغی

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه