ځينو بڼوالو د یکشنبې په ورځ (د وري په ۱۵مه) وویل چې د کرنې لپاره د ځمکې کموالی له یوې خوا او د اوبو کموالی له بلې خوا د دې لامل شوی چې ډېری پانګوال پر سوداګریزو بڼونو پانګونه ونه کړي.
د کرنې او اوبو لګونې وزارت په وروستیو کلونو کې د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې د بڼوالو د عوایدو د زیاتېدو لپاره بڼوالو ته سوداګریز بڼوڼه معرفي کړل؛ خو تر اوسه په دې برخه کې د پاموړ پانګونه نه ده شوې.
دغه وزارت وایي چې تر اوسه د هېواد په څه باندې لس زره جریبه ځمکه کې سوداګریز بڼوڼه جوړ شوي دي.
د پکتیا د ولایتي شورا غړی ممتاز کړوخېل وویل:«دا پروګرامونه په سمه بڼه عملي شوي نه دي او که چېرې په سمه بڼه عملي شوي وای، د بزګرو او بڼوالو د عوایدو د زیاتوالي سربېره، په هېواد کې د بڼوالۍ بهیر هم معیاري کېده.»
سوداګریز بڼوڼه په هېواد کې د تازه او وچې میوې د صادراتو د پراختیا په موخه جوړېږي او د دغو بڼوڼو ځانګړتیا دا ده چې لږ تر لږه لس جریبه ځمکه نیسي.
د کرنې او اوبو لګونې وزارت وایي چې ددغو بڼوڼو حاصلات د هغو بڼوټو لس برابره دي چې په دودیز ډول جوړ شوي دي.
د کرنې او اوبولګونې وزارت ویاند اکبر رستمي وايي:«تراوسه په ټول هېواد کې په زرګونه سوداګریز بڼونه جوړ شوي دي له هغې ډلې د انارو، پستې بڼونه.»
د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان د افغانستان تازه او وچې میوې ته د نړیوالو بازارونو اړتیاوو ته په پام سره وایي چې خصوصي برخه لېواله ده چې د هېواد په سوداګریزو بڼوڼو کې مېلیاردونه ډالره پانګونه وکړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عصمت الله اسحاق زی څرګندوي:«حکومت باید په هېواد کې د سوداګریزو بڼونو په جوړولو کار وکړي؛ ځکه چې دا د حکومت په هڅو پورې اړه لري او کولای شي په کلیو کې د خلکو ژوند بدل کړي.»
د افغانستان څه باندې ۵۰ سلنه وګړي پر کرنې او مالدارۍ بوخت دي او له همدې امله د هېواد په اقتصادي وده کې د کرنې ونډه غوښنه ده.
یو شمېر کارپوهان د هېواد د اقتصاد د ښه کېدو لپاره د کرنې په برخه کې د نورو پانګونو جذب مهم بولي.