Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: افغانستان به سږکال یوه سلنه اقتصادي وده ولري

د نړیوال بانک وروستۍ موندنې ښیي چې افغانستان به په روان زیږدیز کال کې یوه سلنه اقتصادي وده ولري.

نړیوال بانک د هېواد د اقتصادي وضعیت په هکله د یوه رپوټ په خپرولو سره وایي چې د نړیوالو مرستو له دوام سره سره په دغه هېواد کې اقتصادي وضعیت له جدي ستونزو سره مخ دی.

په دغه رپوټ کې راغلي دي چې په تېر یوه کال کې د هېواد اقتصادي وده، دوه سلنه راټېټه شوې ده او په دغه کال کې د کووېډ نولس ناورغۍ او سیاسي ننګونو له امله ډېری فابریکې تړل شوې دي.
  
په افغانستان کې د نړیوال بانک رییس هینري کرالي وايي:«۲۰۲۰ زیږدیز کال د افغانستان لپاره یو ډېر سخت کال و، د دغه هېواد په اقتصادي وده کې پڅوالی په دې معنی دی چې وزګارتیا زیاته شوې ده، د دولت عوایدو کم شوي دي چې بالاخره دغه موارد د افغانستان د خلکو لپاره د ژوندانه شرایط سختوي.»

د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال خانجان الکوزی هم څرګندوي:«اوس زموږ اقتصاد تړلی دی. زموږ ټول اقتصادي ارزښتونه کاذب دي... او ټول په مرستو تړلي دي.»

د دغه رپوټ په یوه برخه کې راغلي دي چې که اوسنی وضعیت بدل شي، په روان زیږدیز کال کې به د افغانستان اقتصادي وده مثبت یوې سلنې ته ورسېږي؛ خو کرنه به له منفي ودې سره مخ شي.

په دغه کال کې د صنایعو ودې چې تېر کال یې ځوړ درلود، دوه سلنه بلل شوې ده.
 
د نړیوالې سوداګرې د خونې مرستیال سخي احمد پیمان وویل:«فساد، اختطاف او ناامنۍ له هېواده د پانګې د لېږد لامل شوی دی او په دغه کال کې ډېرې کمې پانګونې شوې دي.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه د روان کال د احتمالي وچکالۍ او پر کرنه یې د ناوړه اغېزو په تړاو د اندېښنې له څرګندولو سره وایي چې حکومت باید د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره لازمې کرنیزې زیربناوې جوړې کړي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي سرپرست شفیق الله عطايي په دې هکله زیاتوي:«د افغانستان کابو ۶۱ سلنه نفوس له کرنیزو فعالیتونو څخه خپل ژوند کوي.»

د نړیوال بانک په رپوټ کې راغلي دي چې په روان میلادي کال کې به ناخالص کورني عواید ۱۹ مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه ډالرو ته ورسېږي او په دغه کال کې به بیا هم افغانستان د څه باندې ۸۰۰ مېلیون ډالرو د صادراتو او څه باندې شپږ مېلیارد ډالرو د وارداتو په لرلو سره له لوی سوداګریز کسر سره به مخ وي.

نړیوال بانک وايي چې دغه بانک به سږکال له افغانستان سره په بېلابېلو پروژو کې څه باندې یو مېلیارد ډالره مرسته وکړي.

شریک یي کړئ