Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کابل کې د چینايي تولیداتو لومړنی نندارتون

په هېواد کې د یوه چینايي سوداګر له خوا چې له ۲۰ کلونو راهیسې په افغانستان کې ژوند کوي د لومړي ځل لپاره تېره ورځ (د وري په ۲۰مه) د کابل ښار د چینایانو په ښارګوټي کې د چینايي تولیداتو یو نندارتون جوړ شوی دی.  

په دغه نندارتون کې ځينو چینايي شرکتونو او همدارنګه د افغان چین ځينو ګډون شرکتونو خپل تولیدات نندارې ته اېښي دي.

په دغه نندارتون کې برېښنایي وسایل او پرمختللې ټکنالوژۍ نندارې ته اېښودل شوې ده.

د نندارې جوړونکی یومینګ هوی وایي چې د چینایي پانګوالو د هڅولو لپاره یې د چینایانو یوه وړه ‌ډله د پانګونې لپاره افغانستان ته راوستې ده:«تاسو وګورئ تقریبا اته چینایي سوداګر راغلي دي او غواړي پر دې سره سلا مشورې وکړي چې افغانستان څومره پانګه او څنګه فابریکې غواړي.»

د صنایعو د خاوندانو د ټولنې مسوول عبدالجبار صافی وايي:«له دې لارې هغوی هڅول کېږي چې افغانستان ته راشي او په دغه هېواد کې پانګونې په ځانګړې توګه د صنعت په برخه کې پانګونې ته لېواله شي. دا ډول افغانانو ته هم کاري زمینه برابرېږي.»

بل خوا د کانونو او صنایعو خونه وایي چې ټاکل شوې ده، په افغانستان کې د چینایي تولید درې فابریکې خپل کار پېل کړي.

د کانونو او صنایعو خونې د عامل پلاوي رییس رحیم الله سمندر وویل:«زموږ چینايي دوستان په افغانستان کې درې فابریکې جوړي. د دوو فابریکو ماشینري افغانستان ته رارسېدلې ده.»

بل خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرو د ویزې د ستونزو حل د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداکرۍ د ودې لار هوارولی شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال محمد یونس مهمند څرګندوي:«له چینه هیله کوو د ویزې په هکله موږ ته اسانتیا رامنځته کړي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رییس احسان الله پذیر هم وايي:«دا ډول نندارتونونه له خصوصي سکټور سره په بېلابېلو برخو کې لکه پانګونې او د ډېرو کاري فرصتونو رامنځته کولو کې مرسته او همکاري کوي.» 

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د شمېرو له مخې تېرکال افغانستان چین ته د ۶۰۰ مېلیون ډالرو په ارزښت صادرات درلودل په داسې حال کې چې له چین نه افغانستان ته د یو مېلیارد ډالرو په ارزښت توکي وارد شوي دي.

د دې خونې مسوولان وایي چې اوس مهال له چین سره په سوداګرۍ کې لوی کسر شته دی.

چارواکي وايي چې افغانستان له چین سره په سوداګرۍ کې ستر کسر لري چې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو له پياوړتیا سره کېدای شي دا کسر کم شي.

شریک یي کړئ