Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د بانکي پور اخیستونکو د شمېر زیاتوالی

د بانکونو ټولنې مسولین وایي، تراوسه په هېواد کې د بانکي پورونو اخیستونکو ته څه باندې ۳۹ مېلیارده افغانۍ پور ورکړی دی.

هغوی وایي، په هېواد کې د کورونا وبا د پراختیا د ستونزو له کبله، په هېواد کې د پور اخیستونکو شمېر مخ پر لوړېدو دی او د هېواد بانکونه هڅه کوي چې د ښځینه سوداګرو لپاره د پور ورکونې ساده شرایط چمتو کړي.

د بانکونو ټولنې د څېړنې مسوول، ادریس علمي وایي:«د پور اخیستنې غوښتنه ډېره شوې ده؛ له همدې کبله د افغانستان بانک د هېواد د بانکونو ټولنې سره په همغږۍ، د پور اخیستنې په شرایطو کې ځینې اسانتیاوې برابرې کړې دي.»

ځینې سوداګرې مېرمنې وایي، لاهم په بانکونو کې د پور اخیستنې شرایط سخت دي.

هغوی وایي، ډېری ښځینه پانګه‌والې چې په هېواد کې کار کوي، اسانه پور اخیستنې ته اړتیا لري او حکومت باید په دې برخه کې ځینې فرصتونه برابر کړي.

یوه سوداګره مېرمنه سمیه وایي:« اوسني شرایط هم ډېر سخت دي، د ځمکو او جایداد د قبالو له غوښتنو نه پیل ان تر دې چې دا پیسې مو له کومه کړي دي او همداسې نورې پوښتنې. زموږ لپاره ډېرې ستونزې او ننګونې راولاړوي.»

د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال سخي احمدپیمان بیا وایي:«که چېرې قوانین ساده شي، او د حکومت له‌خوا دغه ننګونې له مخې لېري شي، دغه کار کولی شي چې د صنایعو پر وضعیت اغېز وکړي او که دغه وضعیت دوام وکړي زموږ ستونزې به لا ډېرې شي.»

د پور ورکړه په نړۍ کې د سوداګرۍ او صنایعو برخه کې د بانکونو له‌خوا یو له مهمو خدمتونو دي خو په افغانستان کې امنیتي او ټولنیزو ننګونو ته په کتو، بانکونه ډېر کم اسانه پور ورکونې ته زړه ښه کوي.

د بانکي پور اخیستونکو د شمېر زیاتوالی

د بانکونو ټولنې مسولین وایي، ډېری ښځینه پانګه‌والې چې په هېواد کې کار کوي، اسانه پور اخیستنې ته اړتیا لري او حکومت باید په دې برخه کې ځینې فرصتونه برابر کړي

شریک یي کړئ