Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د غالیو صادراتو کې ۹۰ سلنه کمښت

هوایي دهلیز له لارې د هېواد د صادارتو درېدو سربېره د غالیو صادرونکي وایي، چې تر ۹۰ سلنه پورې د صادراتو کچه راټیټه شوې ده.

د غالیو صادرونکي وایي، چین او اروپا ته د غالۍ د هر متر مربع ۱۴ډالره لګښت سره، ورته ګټور نه دی، له همدې امله نه شي کولی، چې خپلې غالۍ د هوایي دهلیز له لارې صادر کړي.

د غالیو د تولیدي او صادراتي شرکتونو د انجمن غړی محمد هادي حسیني وایي: «موږ یوشمېر غالۍ چین او اروپا ته د هوایي دهلیز او خونو له لارې صادرول، خو په خواشینۍ سره چې دغه دهلیزونه اوس تړل شوي دي.»

 تر دې وړاندې د هوایي دهلیز له لارې د لېږد ۸۰ سلنه لګښت د حکومت له خوا تمویلېده او صادرونکو چین ته په هر متر مربع غالۍ کې ۶۰ سنټه ډالر او اروپا ته د ۵۰ سنټه ډالرو په لګښت صادرول.
 خو؛ د سوادګرې او پانګونې خونه وایي، چې د سبسایډۍ د ۳۴۵ مېلیونه افغانۍ په لګښت، سږ کال حکومت د هوایي چلند شرکتونو ته پوروړی دی او صادرات د هوایي دهلیزونو له لارې په ټپه درېدلي دي.

د سوداګرې او پانګونې خونې اجرییه رییس شفیق الله عطایي وایي، د هوایي چلند شرکتونه په هېڅ ډول حاضر نه دي، چې د سبسایډۍ په چوګات کې د افغانستان سوداګرېزې جوپې بهر ته ولېږدوي. او لامل یې هم دا دی، چې پر حکومت یې باقیات له یو مېلیون ډالرو نه تر درې مېلیونه ډالرو پاتې شي.

تر دې وړاندې، د افغانستان بانک ویلي، چې د هوایي دهلیزونو ستونزه حل شوې ده، خو؛ صادرونکي وایي، لاتراوسه دغه ستونزه نه ده حل شوې.
 
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، تمه کېږي چې د غالیو د صادرولو د لګښت یوه برخه سبسایډي شي.

 د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې تمه کېږي، وروسته له دوو میاشتې د ملي بودیجې تعدیل نه وروسته، د هوایي دهلیزونو له لارې د صادراتو لړۍ به له سره پیل شي. 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند احمد فواد احمدي وایي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت ۶سلنه تشویقي بسته د غالیو د صادراتو د ډېروالي لپاره په بهر کې رسماً پرانیزي. 

د غالیو د تولید او صادرونکي شرکتونو انجمن وایي، چې د هر متر مربع غالۍ د تولید لګښت ۷۰ ډالره دی، او کولای شي چې د ۹۰ ډالرو په ارزښت چین کې او د ۱۰۰ یورو په لګښت اروپا کې وپلورل شي.

شریک یي کړئ