Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د شاه و عروس بند به ډېر ژر ګټې اخیستو ته وسپارل شي

د کابل والي د دغه ولایت په شکر درې ولسوالۍ کې د شاه و عروس بند د ودانیز کار د بشپړېدو له اعلان سره وايي چې دغه بند له ۱۱ کلونو کار وروسته، تر راتلوونکو اوونیو به ګټې اخیستو ته وسپارل شي.

د کابل والي یعقوی حیدري وویل:«دې پرېکړې ته ورسېدو چې له دولت سره د خلکو د حق او حقونو مسله حل کړو او راتلوونکې اوونۍ د دغه بند د اوبو زېرمه کول پیل وو.»

ورته مهال د شکر درې ولسوالۍ ځینې اوسېدونکي وايي چې د دوی ځکمې او کورونه د بند په کاسه کې دي، حکومت تراوسه د دوی د ځمکې پیسې نه دي ورکړې.

د شکردرې ولسوالۍ اوسېدونکی وايي:«لس کاله کېږي چې خلک په تمه دي. په دغو لسو کلونو کې خلکو د خپلو بڼونو او ونو پالنه نه ده کړې.»

د اوبو چارو د تنظیم ادارې تخنیکي مرستیال ویس بصیري هم څرګندوي:«زه تاسو ټولو ته دا ژمنه درکوم چې په دغه بند کې هېڅ ډول تخنیکي ستونزه نشته او له نېکه مرغه نن چې موږ او تاسې دلته یوو د اوبو د زېرمه کولو لپاره د دغه بند د ګیټ (دروازې) د تړلو تابیا نیسو.»

د شکردرې ولسوال وایي چې د دې پروژې د ساتنې او مراقبت لپاره باید بېلابېلې حکومتي ادارې کار وکړي.
 
د شکردرې ولسوال ګوهرخان بابري وايي:«د اوبو او انرژۍ وزارت او نورو اړوندو وزارتونو وړاندیز دا دی چې دغه یوه ملي پروژه ده باید هغې ته پاملرنه وشي. زه له امنیتي ځواکونو د دغه بند د امنیت د تامین په پار مننه کوم.»

ښاغلی بابري زیاتوي چې د شاه و عروس بند د څه باندې نهه مېلیون مټر مکعبه اوبو د زیرمه کولو وړیتا لري چې ګټې اخیستنې ته به یې په سپارل کېدو سره څه باندې درې زره هکټاره ځمکه خړوبه کړای شي.

دی وایي چې پر دې پروژې تر اوسه پنځوس مېلیون ډالره لګېدلې دي. د ده په وینا دا بند به یو اعشاریه دوه میګاواټه برېښنا تولید کړي.

د شاه و عروس بند یوه له هغو پروژو ده چې له یوولسو کلونو راهیسې یې کار  څو ځلي له ځنډ سره مخ شوی دی.

شریک یي کړئ