Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا شرکت د دوو میاشتو د لګښتونو بیلونه په یوې میاشتې بدل کړي

 برېښنا شرکت د دوو میاشتو د لګښتونو بیلونه یوې میاشتې ته کړ، د دغه شرکت مشترکین له دغې پروسې په نیوکې سره وایي، دغې کار سره د برېښنا لګښتونو کې د تېر په پرتله زیاتوالی راغلی.

د خلکو له بیا بیاغوښتنو وروسته د برېښنا شرکت د برېښنا د لګښت د بیلونو له یو میاشتني کېدو سره هم‌مهاله هغه معیارونه چې له‌مخې یې د برېښنا د لګښت پېسې پرې حسابیږي هم نیمایي ته راکم کړي.

 په دوه میاشتنیو بیلونو کې له یو کیلو واټه تر دوه سوه کیلو واټو پورې د برېښنا د لګښت پېسې په یو کیلو واټ دوه نیمې افغانۍ حسابېدلې.

د مشترکانو د لګښتونو لوړولو سره سل کیلو واټه کې به هر کیلو واټ په درې افغانۍ او پنځه اویا پولو حسابېږي.

هغه بدلون چې د برېښنا یو میاشتني لګښت د محاسبې په بیل کې راغلی، تر ډېره هغه کسان چې نسبتا ثابت او لږ مصرف لري، زیامن شوي دي دي.

د برېښنا شرکت تخنیکي مرستیال اقبال نورمل ویلي: " د خلکو اندېښنه دا وه، چې په دوو میاشتو کې به کټګوري لوړه ځي او دوی د به په دویمې کټګورۍ کې راځي. له دې لپاره چې له دغې غلط فهمۍ ووځو، د ولسمشر د هدایت پر بنسټ د شرکت ګټې او تاوان ته په کتو مو دغه پرېکړه کړې ده."

له بلې خوا، د برېښنا شرکت په یو میاشتنیو بیلونو کې د بیلونو او بانکي خدمتونو لګښتونه هم کم کړي نه‌دي.

د برېښنا شرکت ځینې مشترکین وایي، د برېښنا د بیلونو یو میاشتني کېدل په دغو شرایطو موږ ته د منلو نه‌دي.

د کابل اوسېدونکی قریب الله وایي: " له هغه وخته چې د برېښنا د بیلونو دوره یوه میاشتنۍ شوې، دغه ستونزه یې جوړه کړې چې په بیل کې یو څه وي او سیسټم کې بل څه."

د برېښنا شرکت مسوولان وایي، د برېښنا د لګښت د بیلونو له یو میاشتني کېدو سره هغه معیارونه چې له مخې یې لګښتونه شمېرل کېږي په دوو وېشل شوي دي او نشي کولی، چې د برېښنا د لګښتونو په تعرفه کې کموالی راولي.

د برېښنا شرکت د خدمتونو برخې مسوول ضیا الرحمان رحمان وایي: " د پېرودونکو په بیلونو کې چې کوم بدلون راغلی، د دې لپاره دی، ځکه دا لومړی ځل دی چې د برېښنا د لګښتونو بیلونه میاشتني شوي دي."

د برېښنا شرکت مشترکین وایی، چې په پخوانیو شرایطو سره د برېښنا د لګښت محاسبه د برېښنا د لګښت د کموالي په موخه وه.

 خو؛ د برېښنا شرکت مسوولان وايي، که د برېښنا میاشتني بیلونه په پخواني معیار سره محاسبه شي، دغه شرکت به په میاشت کې تر یو ملیارد افغانۍ زیان وکړي.

د برېښنا شرکت مسوولان وايي، که د برېښنا میاشتني بیلونه په پخواني معیار سره محاسبه شي، دغه شرکت به په میاشت کې تر یو ملیارد افغانۍ زیان وکړي.

شریک یي کړئ