Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تورخم په دواړه خواوو کې د موټرونو درېدل

د ننګرهار ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په ګمرک کې د فساد نه مخنیوي لپاره یې ځینې تابیاوې نیولي دي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر غړي او سوداګر وايي، له څه مودې راهیسې د تورخم په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د ارزونې په برخه کې ستونزې ډېرې شوي او له همدې امله په ورځو ورځو د دغو موټرو ګمرکي چارې نه خلاصیږي.

د مسوولانو په وینا، د ګمرکي تعرفو لوړوالی او ځینې نورې ننګونې په دغه ګمرک کې د دې لامل شوي، چې ګمرکي چارې سوداګرېزې جوپې له ځنډ سره مخ کړي.

یو سوداګر خان زرین وایي: " کله چې ګمرکي کارونه لږ مخ‌ته ځي نو ګمرک کې ځینې بدلونونه راشي او نوی قانون جوړ شي او بیا له سره پر موږ نوی قانون تطبیقېږي. نو له همدې امله ګمرکي پروسه مو وځنډېږي."

یو بل سوداګر بصیر وایي: " ستونزې ځکه ډېرې شوي، چې په څو ځایونو کې شاوخوا ۸ تر ۹ سکنرونه بند کړي او دا موږ لپاره یوه لویه ستونزه ده."

له بلې خوا د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې یو شمېر غړي وايي، له څه مودې راهیسې د تورخم په ګمرک کې ګمرکي تعرفې لوړې شوي او د پولو دواړو خواوو ته د موټرونه د درېدو لامل شوی.

د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګه‌ونې خونې یو غړی زلمی عظیمي وایي: " موږ محاسبه کړې، چې له یوه کانټینر مال نه ۵ لکه افغانۍ محصول ورکړو خو اوس چې زموږ په سلګونه کانټینر مال رسېدلی له هر کانټینر څخه ۱۵ لکه محصول غواړي. نو موږ دغه پېسې له کومه کړو."

خو د ننګرهار سیمه‌ییز مسوولین وايي، د ننګرهار په ګمرک کې وروستۍ تابیاوې له فساده د مخنیوي لپاره نیول شوې او سوداګر باید په دغې برخه کې له دولت سره همکاري وکړي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وایي: " د مالیې وزارت په هېواد  کې د قانون تطبیقولو ته ژمن دی، خو له بده مرغه ځینې سوداګر او باروړونکي د ګمرکي تعرفې لپاره د محصول ورکړې ته چمتو نه دي او د اعتراض په توګه یې د تورخم په پارکینګ کې موټرونه درولي دي."

د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل وایي: " د ګمرکونو قانون وایي، چې ټول توکي باید وکتل شي او له لېدو وروسته ورته محصول وضع شي. د هغوی سره بحث روان دی او د حل لارې په لټه کې یو. یوه حل لاره دا ده، چې سوداګر د قانون له‌مخې مخ‌ته ولاړ شي او بله لار د فساد پر وړاندې مبارزه ده."

دا په داسې حال کې ده چې، څه موده مخکې د مالیې وزارت سرپرست د ننګرهار له ګمرکه د لیدنې پر مهال د هېواد د ختیځو ولایتونو په ګمرکونو کې د پراخو اصلاحاتو له راوستو خبر ورکړ؛ خو یو شمېر سوداګر بیا وايي، په ګمرکونو کې اصلاحات باید د اسانتاوو لامل شي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې د دوی پر وړاندې ستونزې څو برابره شوې دي.

شریک یي کړئ