Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د برېښنا شرکت د یوې برخې عواید د طالبانو له‌خوا راټولېږي

طلوع‌نیوز ته سرچینې وایي، چې د برېښنا شرکت په فاریاب، کندوز، بغلان، هلمند، بادغیس، او هرات ولایتونو کې خپله لویه برخه عواید نه‌شي راټولولی او د دغو عوایدو یوه برخه طالبان ټولوي.

که څه هم دا څرګنده نه‌ده، چې په هېواد کې طالبان د برېښنا څومره پېسې راټولوي. خو د طالبانو ویاند په یوه غږېز پیغام کې دا مني، چې په یوشمېر ولایتونو کې دا ډله له برېښنا شرکت سره د یوې هوکړې پر بنسټ د برېښنا د لګښت پېسې راټولوي.

د انرژۍ برخې یوشمېر کارپوهان د دغو خبرو په تایید سره وایي، د برېښنا شرکت له همدې امله د پېسو د سرچینو له جدي کمښت سره مخ دی.

د انرژۍ برخې کارپوه فیض محمد ځدراڼ وایي: " هغه عواید چې د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا د دوی تر ولکې لاندې سیمو کې ټولېږي، د ۱۵ تر ۲۰ سلنې دي. دغه عواید د برېښنا شرکت سربېره له نورو سکټورونو هم راټولېږي."

هغه زیاته کړې: " د برېښنا شرکت د بېلونو یو میاشتني کېدو سره غواړي په یو ډول دغه کسر جبران کړي. لکه څنګه چې په دوه میاشتني بېلونو کې مشترکینو د قرطاسیې لپاره ۲۵افغانۍ ورکولې؛ خو اوس باید په هرې میاشتې کې ۲۵ افغانۍ ورکړي، چې په ټوله کې په کال کې د برېښنا شرکت یوازې د قرطاسیې له لارې ۱۵۰ میلیونه افغانۍ له خپلو مشترکینو په اضافه ډول پېسې ترلاسه کوي."

د برېښنا شرکت د دغو عوایدو له لاسه وتل د دغه شرکت ضایعاتو کې حسابوي.

د برېښنا شرکت ویاند سنگر نیازی وایي: " نوې رهبري توانېدلې، چې په ۱۳۹۹ کال کې شاوخوا ۲۸ میلیارده او ۲۹۰ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي، چې له دې کار سره توانېدلې له خپلې ټاکل شوې موخې ۴ میلیارده افغانۍ ډېرې راټولې کړي."

د هرات ولایت یوشمېر اوسېدونکي پر برېښنا شرکت نیوکې سره وایي، دغه شرکت د پېسو لوی بوج د ښاریانو پر اوږو وراچوي او دغه شرکت د دغه ولایت په ولسواليو کې د برېښنا د لګښت پېسې نه‌شي راټولولی.

دغه ښاریانو ټینګار کړی، په دغه شرکت کې مدیریتي ضعف د عوایدو د حیف او مېل کېدو لامل شوی.

په هرات کې د کشک رباط سنگي ولسوالۍ یو اوسېدونکی نصیراحمد جامعه وایي: " د برېښنا شرکت رسېدنه نه‌شي کولی، او تل په دې هڅه کې دی چې د برېښنا پېسې له بې‌وزله خلکو واخلي. خو په ولسوالیو کې له طالبانو د برېښنا پېسې نه‌شي اخېستی."

د هرات یو بل اوسېدونکی پرویز وایي: " اوس قانون یوازې د ښار دننه دی. په ولسوالیو کې قانون شتون نه‌لري."

د برېښنا شرکت ځينو مشترکینو تل پر دغه شرکت د ډېرو پېسو د اخېستو تور پورې کړی.

دوی وایي، چې له دوو میاشتو نه یوې میاشتې ته د ميټرلوستنې د دورې بدلون د خلکو په ګټه نه‌دی او دغه کار د دوی لګښت څو برابره زیات کړی.

طالبان دا مني، چې په یوشمېر ولایتونو کې دا ډله له برېښنا شرکت سره د یوې هوکړې پر بنسټ د برېښنا د لګښت پېسې راټولوي.

شریک یي کړئ