طالب مشران سوداګرو، پانګه والو او سیاستولاو ته ډاډ ورکړی چې راتلونکي حکومت کې به یې امنیت او پانګې خوندي وي.
خو ځینې سیاستوال او پانګه وال د طالبانو دغه خبري ننداریزې بولي او له هغوی غواړې، چې خپلې خبرې دې په عمل کې ثابتې کړې.
له دې منځه یوه ښځینه پانګواله د طالبانو خبرو باندې بې باوره ده او له دغې ډلې غواړي، چې د سولې توافق په صورت کې د ښځو د کارو بار او پانګونې مخه ونه نیسي.
د طالبانو د مشرتابه غړو د بهرنیو ډيپلوماټانو، خبریالانو او د مرستندویه کارکوونکو د کار دوام ته له ډاډ ورکړې وروسته، اوس په یو لړ پیغامونه سره په کار پوه کسانو ته هم ډاډ ورکړی چې، په راتلونکي نظام کې به د دوی د فعالیتونو پر وړاندې څه خنډ جوړ نه شي.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین په دې هکله وايي:«سلامي امارت د راتلونکي دولت د ساتنې او پیاوړتیا لپاره په کار پوه، سیاسي او ملي اشخاصو ته اړتیا لري.»
خو د طالبانو دغه ډاډینه د فیض الله جلال په څېر سیاستوالو لپاره چې، له څه باندې درېیو لسیزو راهیسې سیاسي فعال او د پوهنتون استاد وو، ډېر واقعي نه ښکاري.
د پوهنتون استاد فیض الله جلال وايي:«شونې ده چې خوندي نه وي، هغه څه چې نن ویلای شو سبا ته یې نه شو ویلای او شونې ده چې ځينې محدویتونونه رامنځته شي.»
د طالبانو مشرتابه همداراز سوداګرو او پانګوالو ته هم د دوی د ژوند او شتمنیو د ساتنې په برخو کې ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو د مرکچي پلاوي غړی سهیل شاهین زیاتوي:«اسلامي امارت سوداګرو او پانګوالو ته ډاډ ورکوي چې، نه یوازې د دوی له ژوند، شتمنیو او ناموس څخه به ساتنه کېږي؛ بلکې د دوی کاروبار لپاره به هم لازم فرصتونه برابر شي.»
خو ممتاز یوسفزۍ چې، له ۱۱ کلونو راهیسې پر سوداګرۍ او همداراز ښځو ته د کاري فرصتونو پر برابرولو بوخته ده د طالبانو له تېرې دورې په یادونې سره وايي چې، دغه ډله به د ښځو پانګو او نورو فعالیتونو ته ارزښت ور نه کړي.
د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د افغانستان د ښځو شرکت مسووله ممتاز یوسفزۍ وايي:«که چېرې د ښځو کار ودروي، ایا د یوې کارګرې ښځې د کورنۍ د لګښتونو د ورکړې وس لري؟»
د افغانستان د خونو فډراسیون مرستیال خان جان الکوزی له طالبانو سره له یوې موافقې وروسته د پانګونو په اړه اندېښنې د راتلونکي نظام جوړښت سره تړلې ګڼي:«خلک د هغو شرایطو په هکله چې د طالبانو په وخت یې لرل، هغې ته له ستنېدو اندېښنه لري.»
طالبانو لا تر اوسه هم په استانبول غونډه کې د ګډون په برخه کې خپل دریځ نه دی روښانه کړی؛ خو هېوادوال بیا له یادې ډلې داسې تمه لري چې، خبرو ته ور وګرځي او د افغانستان د راتلونکې او لاسته راوړنو د ساتنې په برخو کې یوې هوکړې ته ورسيږي.
په دې اړه مو اندونه