Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د صنعتي تولیداتو نندارې لپاره دلومړني دایمي مرکز پرانیستل

په کابل کې د لومړي ځل لپاره د هېواد د صنعتي تولیداتو د نندارې لپاره یو دایمي مرکز جوړ او نن پرانیستل شو.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نثار احمد غوریاني د دغه مرکز د پرانیستې په مراسمو کې وویل، تر دې وروسته به د کورنیو تولیداتو لپاره په کور دننه او بهر کې د بازار موندنې بهیر چټک شي او په وینا یې ډېر ژر به د هوايي دهلېز له لارې د صادراتو بهیر هم بېرته پیل شي.

دی زیاتوي، دغه وزارت حاضر دی چې، له پاکستان پرته، نورو هېوادونو ته د غالیو د صادراتو شپږ سلنه لګښت پرې کوي:«د سړي وجداً ناارامه کېږي چې د مېلیونونو ډالرو په ارزښت د افغانستان غالۍ په هټیو کې پاتې دي. دغه غالۍ د امکاناتو د نشتون له امله بهر ته نه استول کېږي. ان شاالله ډېر ژر به هوايي دهلیز بېرته فعال شي.»

د دغه مرکز د پرانیستو په مراسمو کې، د تولیدي شرکتونو څېښتنو خپل تولیدات نندارې ته کېښودل.
        
د ټرانسفارمر د تولید د شرکت استازی ساحل وايي:«د ټرانسفارمر بېلابېلې ډولونه تولیدوو چې له نېکه مرغه د حکومت، شخصي بنسټونو او مارکېټونو فرمایشونه هم لرو.»

بل خوا د خصوصي برخې استازي وایي چې که حکومت د برېښنا د کموالي په څېر لویې ستونزې نه شي هوارولای، زمینه دې برابره کړي چې خصوصي برخه په خپله په دې برخه کې پانګونه وکړي.
     
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مهمند وویل:«باید اصلاحات رامنځته شي چې د سوداګرو ستونزې حل شي.»
    
د افغانستان د خونو فډراسیون رییس محمد اسماعیل غضنفر هم زیاتوي:«هغه پیسې چې په بانکونو کې دي باید له اسانتیا سره د خصوصي سکټور په واک کې ورکړل شي.»    

د هېواد د صنایعو خاوندان تمه لري چې له دوه کاله منفي ودې او د کارو بار له ځوړ وروسته سږکال د مثبتې ودې شاهدان وي.

شریک یي کړئ