Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لویو لارو په بیارغونه کې ځنډ؛ چلوونکي خپله لاس په کار شول

د لویو لارو په بیارغونه کې د ټولګټو وزارت ځنډ، چلوونکي یې اړ کړي دي چې له هر چلوونکي د ۵۰۰ افغانیو له راغونډولو سره، په خپله په غیرمعیاري توګه د سړکونو په بیارغونې لاس پورې کړي.

د کابل - کندهار د لویې لارې د ویجاړو شویو برخو د بیارغونې لپاره د چلوونکو له دغه اقدام وروسته، ټاکل شوی دی چې دغه کمپاین د چلوونکو او د لېږ رالېږد شرکتونو له خوا د کابل - شمال  لویې لارې کې هم پیل شي.

د ځمکني ټرانسپورټ د چارو د تنظیم شورا چارواکي وايي چې د دغو پروژو د تمویل لپاره د دغې شورا هر غړی د ۵۰۰ افغانیو په ورکړې مکلف دی او ټاکل شوې ده چې پر دغو پیسو د شمال لویه لار بیاورغول شي.

د ټرانسپورټي شرکتونو د شمېرو له مخې د یوې میاشتې په اوږدو کې د سړک د خرابوالي له امله د کابل کندهار پر لویه لاره لږ تر لږه شل ټرافیکي پېښې شوي دي او دغه ارز د سالنګ پر لویه څو موټرونه چپه شوي دي.
    
د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول جان آغا په دې هکله وايي:«د سالنګ سړک اصلاً زموږ د موټرو د تګ لپاره چمتو نه دی. دا سړکونه یوازې چګله موټرو ته، نورو موټرو ته لکه سرویس ته مساعد نه دي. هېڅ پوښتنه نه شو کولای.»

د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول حسام الدین هم وویل:«هغه جغل او ډبرې چې روسانو په دغو سړکونو کې اچولي وو، هغه یې هم له دې ځایه لېرې کړي. د دې لپاره چې سالنګ د سړک د جوړولو په نامه هر کال پیسې ترلاسه کوي. د خپلو ګټو په خاطر یې موږ در په دره کړو.» 

د میدان وردګ په شیخ آباد د کابل - کندهار د لویې لارې د بیارغاونې لپاره د موټر چلوونکو له نوښت وروسته اوس مهال یو شمېر ټرانسپورټي شرکتونه غواړي چې د سالنګ لویه لار هم همداسې ورغوي.

ټرانسپورټي شرکتونه وایي چې د دوی کار د  ټولګټو وزارت له کار سره ډېر توپېر نه لري.
  
د ټرانسپورټي شرکتونو د انسجام شورا رییس طلا محمد اتمانزی وايي:«د ټولګټو وزارت په خوب کې دی. د پیسو د حیف و میل لپاره لار جوړوي او هغوی معاف دي. نو پر دې بنسټ، دا دنده موږ په خپله په غاړه واخیسته ترڅو ځينې کندې او ویجاړۍ چې د سالنګ په واټ کې دي ورغوو چې له پېښو او د وسایطو له خرابېدو مخنیوی وشي.»
 
د یوه ټرانسپورټي شرکت مسوول غلام حبیب هم څرګندوي:«سړک که چېرې پوخ او کرېړ شوي، د لنډې مودې لپاره وو. په یوه ژمي کې چې سړک جوړ شي په بل ژمي کې له منځه ځي ځکه چې بې کیفیته دی.»

بل خوا داسې تمه نشته چې د ټولګټو وزرت دي ډېر ژر د کابل - کندهار او سالنګ د بیارغاونې لپاره کار پېل کړي.
    
د ټولګټو وزارت ویاند اشرف حق شناس وايي:«۳۰ کیلومټره چې تر ډېره زیانمن و په تېرو کلونو کې په نوي ډیزاین او د کانکرېټ په پڼه په پام کې نیول شوی دی. ورته مهال د دوشي - بامیان پروژې کار یا د سالنګ لویې لارې بدیل چې ۱۵۲ کیلومټره اوږدوالی لري، د هغه د څو برخو کار دوام لري او پاتې د ټولګټو وزارت په پلان کې شاملېږي.»

د ټولګټو وزارت وایي تر هغې چې د سالنګ د لویې لارې بدیله لاره جوړه نه شي او پر دې لار د موټرو تګ راتګ ونه درول شي، شونې نه ده چې دغه لویه لار په بنسټیزه توګه جوړه شي.

ځينو موټر چلوونکو له خپلو شخصي لګښتونو سره د کابل - کندهار او کابل - سالنګ لویو لارو د سړکونو په بیارغونې لاس پورې کړی دی.

شریک یي کړئ