Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هېواد کې کورونا؛ د اکسیجن د تولید ۱۵ فابریکې په ټپه ولاړې‌دي

داسې حال کې چې د هېواد روغتیا برخه، کووېډ-۱۹ ناروغانو ته د اکسیجن د رسولو کمي سره مخامخ ده، د افغانستان د خونو فډارسیون وایي، د اکسیجن د تولید ۳۰ فابریکو له‌منځه ۱۵ یې د برېښنا د کمي له‌کبله په ټپه ولاړې دي.

د خونو فډراسیون وایي، تېر یو کال کې د اکسیجن د تولید ۱۵ فابریکې د ګڼو ستونزو له کبله ټکنۍ شوې دي.

دغه فډراسیون زیاتوي، د حکومت د بیا، بیا ژمنو سره، لاهم د اکسیجن د تولید فابریکې پوره برېښنا نه‌لري او د ځینو فابریکو خاوندان د مالي ستونزې له‌کبله کارونه مخې‌ته نه‌شي وړلی.

په همدې حال کې کابل کې د ناروغانو پایوازان شکایت کوي، چې د اکسیجن د هرې ډبې بیه له ۵۰۰ افغانیو نه ۱۵۰۰ افغانیو ته ختلې.

بل‌خوا پلازمېنه کې د اکسیجن د تولید د یوې فابریکې کارګر وایي، شپه او ورځ د اکسیجن د تولید لپاره کار کوي، خو بیا هم د غوښتونکو اړتیاوې نه‌شي پوره کولی.

محمد کریم چې د میهن په نامه د اکسیجن تولیدونکې فابریکې کارګر دی، ویلي یې دي: «کورونا جدي شوې – نو کله چې برېښنا نه وي، موږ پیردونکو ته نه‌شو رسېدلی.»

د ناروغانو ځینې پایوازان وایي، هېواد کې پر کووېډ-۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر زیاتوالي سره سم، د اکسیجن د هرې ډبې بیه درې برابره ختلې ده.

په دې تړاو د کابل یوه اوسېدونکي بصیر ویلي: «اکسیجن لپاره راغلی یم. یوه ډبه په ۱۵ سوه افغانۍ ده. هغه هم نه‌راکوي، وایي باید ویې پېرئ، چې بیه یې ۱۳ زره افغانۍ ده.»

د کابل یوه بل اوسېدونکي علي ویلي: «روغتون ته چې ځو، وایي، ناروغ مو په یو شرط منو، چې اکسیجن به خپله راوړئ.»

د افغانستان د خونو فډارسیون وایي، د اکسیجن د کمي لامل دادی، چې حکومت له وړاندې پروګرام نه‌درلود.

دوی وایي، تر دې وړاندې یې حکومت ته ویلي وو هغو فابریکو سره دې مرسته وکړي، چې اکسیجن تولیدوي، خو مرسته یې نه ده کړې.

د افغانستان د خونو فډارسیون یوه مرستیال سخي احمد پیمان ویلي: «که حکومت په ډېرو کمو پیسو او یا هم پور سره فابریکې فعاله کړې وای، نو نن به د اکسیجن له کمي سره مخامخ نه وو.»

د میهن په نامه د اکسیجن تولیدونکې فابریکې د دفتر مسوول شېراحمد ویلي: « کله چې قرارداد کېږي، نو هغه وخت د حکومت غوښتنه ډېره وي، خو کله چې د پیسو ورکړې ته خبره ورسېږي، نو هغه وخت بیا همکاري نه‌کوي.»

د افغانستان عامې روغتیا وزارت بیا، بیا ویلي، چې کووېډ-۱۹ ناروغانو لپاره د اکسیجن د کمي ستونزې سره مخانمخ دي او په وینا یې، د افغانستان ټولو خلکو ته د اکسیجن د برابرولو امکان نه‌شته.

د روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح ویلي: «د اکسیجن د تولید د خصوصي دستګاوو په برخه کې حالت ښه شوی او په کابل کې ۷ دستګاوې لرو. خو اساسي بحث دادی، چې تر کومه به دستګاوې لګوو؟ د ۳۵ میلیونه خلکو لپاره د اکسیجن برابرول یوازې خدای کولی شي.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه