Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

هرات کې د افغانستان او ترکمنستان د چارواکو دوه ورځنۍ غونډه

هرات کې د افغانسستان او ترکمنستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره په هرات کې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه جوړه شوه.

په دغې غونډه کې د دوواړو هېوادونو چارواکو د اوو سترو اقتصادي پروژو او د افغانستان د سولې بهیر په هکله خبرې اترې وکړې.

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د دغې غونډې په لومړۍ ورځ وویل چې د ټاپي پروژه، هرات ته له ترکمنستان څخه د برېښنا لېږد، دواړو هېوادونو ترمنځ د ریل پټلۍ، ترکمنستان ته د هرات د مرمرو صادرات او لاجورد لارې څخه د صارداتو پراختیا به د دواړو هېوادونو تر منځ د بحث مهم موضوعات وي.

د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر په دې هکله وویل:«موږ به د رېل پټلۍ په هکله به خبرې وکړو چې نه یوازې افغانستان او ترکمنستان له یو بل سره نښلوي، بلکې له مرکزي اسیا سره د سوېلي اسیا د نښلولو کرښه به شي.»

په دې دوه اړخیزه غونډه کې د افغانستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیران، په افغانستان کې د سولې او امنیت ټينګښت په سیمه کې د دواړو هېوادونو له کاري لومړيتوبونو بولي.

ښاغلي اتمر څرګنده کړه:«د دواړو هېوادونو د مشرانو ګډ لیدلوری نه یوازې د دواړو هېوادونو اقتصادي وده، سوکالي، سوله او امنیت دواړو هېوادونو ته دی بلکې په سیمه او نړیوالې ګډې ټولنه کې دی.»

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف وایي چې هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراختیا ته لېواله دی:«د افغانستان او ترکمنستان چارواکي به نن او سبا پر مهمو مسایلو خبرې وکړي، غواړم ټینګار وکړم چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر کلتوري مشترکاتو په تکیې سره به په دې غونډه کې د بحث وړ مسایل مثبتې پایلې ته ورسېږي.»

ټاپي یوه له مهمو اقتصادي پروژه ده چې افغانستان او ترکمنستان یې پر عملي کېدو له کلونو راهیسې کار کوي، خو یو شمېر افغانان د دې پروژې پښه نیولي کار ته په پام سره په افغانستان کې د دې پروژې د پلې کېدو په برخه کې د هېوادونو پر ژمنو باور نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې نړیوالو لویو مالي بنسټونو د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره، د سیمه ییزو اړیکو پراختیا با ثباته اقتصاد ته د هېواد  د رسېدو یوازینۍ لار بللې ده.

دغه غونډه نن شبنې د غبرګولي په ۱۵مه پیل او ټاکل شوې ده چې سبا ته هم دوام ومومي.

شریک یي کړئ