Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روسیې له درېیو میاشتو وروسته د افغانستان درولې الوتکه راپرېښوده

شاوخوا درې میاشتې وړاندې، روسیې، د اریانا افغان هوایي شرکت یوه بوېنګ ۷۳۷ الوتکه، اېساره کړې وه، چې اوس یې پرېښوده او پرون شنبه افغانستان ته راوالوته.

د اریانا هوایي شرکت مسوولان وایي، روسیه کې دوو محکمو داسې حکم صادر کړ چې دا الوتکه دې بېرته افغانستان ته لاړه شي.

خو دا الوتکه ولې په روسیه کې ایساره کړای شوې وه؟

روسي چارواکو ویلي وو چې د اریانا افغان هوایي شرکت دغه الوتکه یې ځکه ایساره کړې وه، چې د روسیې د ګمرک ادارې له اجازه پرته له هوایي ډګره وتلې وه.

خو د اریانا شرکت مسوولان وایي، دا تورونه بې‌بنسټه دي او دوی به په تېرو درېیو میاشتو کې دې شرکت ته د اوښتې تاوان له کبله، د روسیې له حکومت شکایت وکړي.

د اریانا افغان هوایي شرکت تجارتي مرستیال محمد سلیم رحیمي ویلي: «زموږ الوتکه درې میاشتې او ۱۱ ورځې په روسیه کې ایساره کړای شوې وه. دې موده کې موږ ته خورا زیات تاوان راوښتی.»
د افغانستان هوایي شرکتونو نه د ملاتړ ټولنه وایي، په تېرو درېیو میاشتو کې د اریانا افغان هوایي شرکت ۳۰ سلنه عواید د دې کبله له لاسه وتلي، چې روسیه کې یې یوه الوتکه ایساره کړای شوې وه.

د اریانا افغان هوایي شرکت دا نه په ډاګه کوي، چې دقیق څومره تاوان یې کړی، خو له افغان هوایي شرکتونو ملاتړې ټولنه وایي، د اریانا شرکت له درېیو الوتکو یوه یې، درې میاشتې په روسیه کې ایساره وه چې له کبله یې دې شرکت سخت تاوان کړی دی.

د افغان هوایي شرکتونو نه د ملاتړ ټولنې مشر محمود شاه حبیبي وایي:«اریانا یوازې درې الوتکې لري او له دې درېیو یوه یې درول شوې وه، نو په دې حساب، تېرو درېیو میاشتو کې د دې شرکت ۳۰ سلنه عواید له لاسه وتلې دي.»

د اریانا افغان هوایي شرکت یو دولتي شرکت دی، چې اوسمهال یوازې درې الوتکې لري.

دا شرکت وایي، ډېر ژر به بېرته اسلام اباد ته خپلې الوتنې پیل کړي.

د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولان وایي، ډېر ژر به بېرته اسلام‌اباد ته خپلې الوتنې پیل کړي.

شریک یي کړئ