د نړۍوال بانک یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې د وروستیو څو میاشتو وچکالۍ، دې هېواد کې د بېوزلۍ ګراف لوړ کړی دی.
نړۍوال بانک افغانستان سره د ۱۳۲ میلیونه ډالرو مرسته اعلان کړې، چې اساسي اصلاحاتو، د دولتي بنسټونو د لګښتونو په ښهوالي او مالي شفافیت باندې یې ولګوي.
د خبرپاڼې پر بنسټ، دا پیسې به د افغانستان د حکومت د لومړیتوبونو پر بنسټ ولګول شي.
افغانستان کې د نړۍوال بانک مشر هېنري کرالي وايي:« د دې مالي مرستې تصویب ښيي، چې نړۍوال بانک د افغانستان خلکو سره همکارۍ ته ژمن دی. نړۍوال بانک چمتو دی، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانستان له دولت سره نږدې همکاري وکړي او د دې لپاره چې اصلاحات دوام وکړي او د دې هېواد لاستهراوړنې د اقتصاد غوړېدا لوري ته کړي.»
د اقتصادي چارو یوه شنوونکي سلیم صارم ویلي:«د نړۍوال بانک مرستې د افغانستان خلکو او دولت سره په هغه صورت کې ډېره مرسته کولی شي، چې دولت یې ښه مدیریت وکړي.»
د نړۍړال بانک دا مرستې داسې مهال اعلانېږي، چې افغانستان د روان ۱۴۰۰ مالي کال بودیجه کې د ۲۳ میلیارده افغانۍ کسر سره مخامخ دی.»
ځینې نور شنوونکي دا مرستې د مالي ټيکاو او د افغانستان د اړتیاوو حل لپاره مهمې بولي.
د مالیې وزارت یوه پخواني ویاند عبدالقادر جیلاني ویلي:«دا مرستې په مهمو شرایطو کې افغانستان سره کېږي، چې حکومت ترې باید ښه استفاده وکړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره موکې برابرې کړي.»
د نړۍوال بانک یوه خبرپاڼه کې راغلي، چې افغانستان کې د وروستیو څو میاشتو وچکالۍ، دې هېواد کې د بېوزلۍ ګراف لوړ کړی دی او افغانان په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي.