Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کرنې وزارت: سږنۍ وچکالي به د غنمو تولید ۲۰ سلنه کم کړي

د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت چارواکو پرون (یکشنبه د چنګاښ په ۶ مه) ویلي، چې هېواد کې سږنۍ وچکالي به د غنمو حاصل ۲۰ سنله کم کړي.

د کرنې وزارت وایي، ارزونې يې ښيي، چې د سږنۍ وچکالۍ له کبله به د غنمو حاصل شاوخوا څلور میلیونه ټنه وي، چې د تېر پرتله به یو میلیون ټن کم وي.

د کرنې وزارت وایي، په څه باندې ۷۵ ولسوالیو کې وچکالي ډېره ده او د کروندګرو کار یې ستونزمن کړی دی.

د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي وویل:«د افغانستان کلنۍ اړتیا ۶ اعشاریه ۴ میلیونه مټریک ټنه ده، چې د سږني کال د تولید وړاندوینې پر بنسټ به ۴ میلیونه مټریک ټنه تولید ولرو چې په ټوله کې څه باندې دوه میلیونه ټنه کمېږو.»

د رستمي په وینا، دې سره به د غنمو  وارداتو ته اړتیا ډېره شي.

د کرنې وزارت چارواکي وایي، سږنۍ وچکالۍ سره شاوخوا درې میلیونه مالداران هم خپلو څارویو ته د وښو او اوبو کمي سره مخامخ دي، چې د څارویو یې د له منځه تللو وېره شته.

په همدې حال کې طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وایي، د وچکالۍ له کبله زیانونو ته رسېدو لپاره د حکومت سرچینې کمې دي.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت مطبوعاتي سلاکار عبدالله ولي‌زاده ویلي:«وچکالي به په بېلابېلو برخو کې د افغانستان خلک وځيي، چې موږ هم خپل پلان په اوو برخو کې جوړ کړی دی. سویل لوېدیځ، لوېدیځ او شمال لوېدیځ زونونه به تر نورو سیمو ډېر وځپل شي.»

تر دې وړاندې ولسمشر غني ویلي وو چې حکومت د وچکالۍ له کبله زیانونو ته رسېدو لپاره د بودیجې کسر سره مخامخ دی.

طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت چارواکي وایي، د وضعیت د کابو کولو لپاره د لازمې بویدجې معلومېدو سره به، افغان حکومت له مرستندوی بنسټونو او هېوادونو مرسته وغواړي.

شریک یي کړئ