د پلازمېنې کابل ځينې اوسېدونکي د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت رالوېدو ته اندېښنه لري او وایي، په دې سره په بازارونو کې د توکو بیې هم ختلې دي.
تېرو ۲۴ ساعتونو کې، د هېواد په بازارونو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت دوه افغانۍ رالوېدلی دی.
د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د کابل شهزاده سرای کې، یو امریکایي ډالر په ۸۱ افغانۍ او ۵۰ پوله بدلېږي. داسې حال کې چې دوه ورځې وړاندې یو ډالر ۷۹ افغانۍ وو.
د شهزاد سرای د صرافانو د ټولنې رییس مېرافغان صافي ویلي:«د ولسوالیو سقوط د افغانیو پر ارزښت مستقیم اغېز لري. همدارنګه د بهرنیانو او په ځانګړې توګه د امریکایانو خروج.»
کابل کې د لومړنیو موادو یو پلرونکي ننګیالي ویلي:«دا هر څه د ناامنۍ له کبله دي. دویم دا چې بندرونه تړلي دي او طالبانو نیولي دي.»
د کابل یوه اوسېدونکي ننګیالي یعقوبي ویلي:«غوړي، اوړه او وریژې قیمته شوي دي. په یوه بورۍ اوړو او یوه بوشکه غوړیو کې ۱۰۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی.»
ځینې اقتصادي شنونکي وایي، ناامنۍ او له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل، د ډالرو پر وړاندې د افغانیو د ارزښت د رالوېدو اصلي لاملونه دي.
شنونکي وایي، حکومت دې د دې حالت کابو کولو لپاره د پانګونې او کاروبار غوړېدو لپاره پروګرامونه عملي کړي.