Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یوه میاشت کې ۲ مېلیارده او ۷۰۰ مېلیونه افغانۍ عواید له لاسه وتلي

د طالبانو له خوا د افغانستان د اوو سرحدي ګمرکونو له نیولو وروسته، حکومت د یوې میاشتې په لړ کې دوه مېلیارد او ۷۰۰ مېلیونه ګمرکي عواید له لاسه ورکړي دي.

د مالیې وزارت وايي چې په تېره یوه میاشت کې د اسلام کلا، تور غونډۍ، ابو نصر فراهي، سپین بولدک، آی خانم، ډنډ پټان او شیرخان بندر له لاسه ورکولو سره کابو نیمايي ګمرکي عواید یې هم له لاسه وتي دي.

د مالیې وزارت ویاند رفیع تابع وايي چې د روان کال په غبرګولي میاشت کې دغه وزارت له خپلو ګمرکي عوایدو ۷ مېلیارد او ۳۰۰ مېلیونه افغانۍ راټولې کړې وې؛ خو دغه کچه بیا په چنګاښ میاشت کې ۴ مېلیارده او ۶۰۰ مېلیونه افغانیو ته راښکته شوه ده.

د مالیې وزارت د ویاند په وینا دم ګړۍ نه پوهېږي، چې د دغو ګمرکونو عواید څه ډول را ټولیږي او چېرته ځي:«د ګمرکونو عواید په سوداګرۍ پورې تړلي دي؛ کله چې په سوداګرۍ کې ستونزه وي پر عوایدو منفي اغېزه لري.»
 
له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وايي، د هېواد په بېلابېلو ګمرکونو کې د راکړې ورکړې په کمېدو او په یادو بندرونو کې بې نظمیو ته په کتو اوس سوداګر له دغو لارو وارداتو ته دومره لېواله نه دي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د عامل پلاوي سرپرست شفیق الله عطایي څرګندوي:«بازار د لومړنیو توکو، خوراکي توکو او د اړتیا وړ مصرفي توکو له کمښت سره مخ دی. خدای مه کړه که چېرې د بدیلو میکانیزونو له لارې یې مخه ونه نیول شي له بده مرغه موږ به د اندېښمنونکي وضعیت شاهد وو.»

په کندوز کې هم ځينې سوداګر وايي، دم‎ګړۍ له شېرخان بندره ډېر کم سوداګریز توکي راواردېږي.

په کندوز کې سوداګر محمد نسیم رسولي وویل:«هغه کسان چې له شېرخان بندر څخه واردات کوي، هغوی فعلاً دلته نسته او ډېر یې په کابل کې دي.»

د طالبانو لاس ته د هېواد د یو شمېر ګمرکونو او بندرونو له لوېدو وروسته د صادراتو او وارداتو له کمېدو سربېره، د قاچاق د ډېرېدو او د ملي عوایدو د لوټېدو اندېښنې مخ په لوړېدو دي.
یو شمېر سوداګر وايي، حکومت باید د خپلو عایداتي سرچینو مدیریت بېرته په خپل لاس کې واخلي ګڼې پرته له دې به د خپلو عوایدو له لاسه ورکولو سربېره به سوداګري او د بازار نظم هم زیانمن شي.

افغان حکومت په تېره یوه میاشت کې د اسلام کلا، تور غونډۍ، ابو نصر فراهي، سپین بولدک، آی خانم، ډنډ پټان او شیرخان بندر له لاسه ورکولو سره کابو نیمايي ګمرکي عواید یې هم له لاسه وتي دي.

شریک یي کړئ