Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د افغانستان‌بانک‌ د کورونو پېرلو لپاره مامورینو ته پور ورکوي

د افغانستان بانک پرون (سه‌شنبه د چنګاښ په ۵ مه) ویلي، چې داسې یوه تګلاره یې برابره کړې، چې له مخې یې دولتي کارکوونکو ته د کورونو پېرلو لپاره پور ورکوي.

د افغانستان بانک د معلوماتو د برخې مسوول عصمت‌الله کوهسار ویلي:« دا پورونه به په پینځو کلونو کې د قسطونو په بڼه، د دولتي کارکوونکو له تنخواوو بېرته اخېستل کېږي. هغه دولتي کارکوونکي چې پرله‌پسې درې کاله یا تر دې زیات یې یوه دولتي اداره کې کار کړی وي، پور ورکول کېږي.»

د افغانستان بانک داسې مهال، دولتي کارکوونکو ته د کورونو پېرلو لپاره پور ورکوي، چې دمګړۍ په هېواد کې د کورونو د پلور بازار سخت سوړ دی.

د افغانستان بانک مسوولان وایي، سوداګریز بانکونه دولتي کارکوونکو ته تر پینځو میلیونو افغانیو پور ورکولی شي او بیا به په پینځو کالو کې دا پور خلاصوي.

نوره نړۍ کې بیا د کور پېرلو لپاره د پور بېرته ورکړې شرایط اسان وي، داسې چې د دولت مامور باید په ۳۰ کلو کې پور بېرته پرې کړي، خو د افغانستان بانک دا موده پینځه کال یاده کړې.

د بانکونو ټولنه وایي، چې د کورونو پېرلو لپاره پور ورکړه مهمه چاره ده او بانکونه هم دې کار ته لېوال دي.

د افغانستان د بانکونو د ټولنې مشر نجیب‌الله امیري ویلي:« اړوند وزارت باید د مامور ضمانت وکړي او که چېرې دغه مامور پور ور نه‌کړای شي، نو وزارت یې باید پور ورکړي. پور باید د مامور له تقاعد ورکړل شي او د ضمانت ترڅنګ باید په بانکونو کې د ځمکې تضمین هم وي.»

دولتي مامورینو ته د کورونو پېرلو لپاره د پور ورکړه، د حکومتونو یو مکلفیت دی او دا کار د کورونو د بیو د زیاتوالي مخنیوي ترڅنګ، د دولتي کارکوونکو د ژوند هوساینې سبب هم ګرځي.

خو ځینې شنوونکي وایي، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې، له دولتي کارکوونکو د پورونو بېرته اخېستل به ګران وي.

ځینې شنوونکي وایي، چې د افغانستان په اوسني وضعیت کې، له دولتي کارکوونکو د پورونو بېرته اخېستل به ګران وي.

شریک یي کړئ