د جلالاباد ښاروال اباسین بهیر پرون (یکشبه د زمري په ۱۰ مه) جلالاباد کې یوه خبري غونډه کې ویلي، چې په تېرو ۷ میاشتو کې یې ۲۳۶ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او اټکل یې دی، چې سږني ۱۴۰۰ مالي کال کې به ټول ۴۸۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي او د ښار په پراختیا به یې ولګوي.
ښاغلي بهیر ویلي، چې د عوایدو راټولولو کې د فساد مخنیوی هم شوی دی.
د جلالاباد ښاروال اباسین بهیر ویلي:" له ښهمرغه په تېرو اوو میاشتو کې موږ تر دې دمه ۲۳۶ میلیونه افغانۍ ترلاسه کړي دي، یعنې تقریباً ۴۹ فیصده مو لاسته راوړي دي."
په همدې حال کې د جلالاباد ښار ځینې اوسېدونکي وايي، ښاروالي دې د ناقانونه چارو مخه ونیسي او د ښار په ابادۍ او پاکوالي کې دې هڅې زیاتې کړي.
د جلالاباد ښار یوه اوسېدونکي عبدالرحمان ویلي:"د ښاروالۍ کسان د پیسو په بدل کې رېړۍ ته د درېدو اجازه ورکوي. ښاروالي ته ګند پاک کړي."
د جلالاباد ښار یوه بل اوسېدونکي زرعلي ویلي:"مسوولیت نهشته. ښاروالي خپل مسوولیت سرته نه رسوي. باید خپل مسوولیت سرته ورسوي."
شریف هم د جلالاباد ښار اوسېدونکی دی، هغه ویلي:"د ښاروالۍ کسانو ګند پرېښود او رېړه یې یووړه."
د جلالابا ښاروال ژمنه کړې، چې د سراج العمارت بڼ او په یوې څلورلارې کې د ځمکې لاندې سړکونو جوړول هغو پروژو کې دي چې راتلوونکي کال کې به عملي شي.