Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د تورخم دروازه بېرته خلاصه شوه

د رویټرز خبري اژانس نن (سه‌شنبه د زمري په ۲۶ مه) خپل یوه رپوټ کې ویلي، چې د تورخم دروازه بېرته خلاصه شوې او په توکو بار لسګونه موټرې له پاکستان نه افغانستان ته راوښتې دي.

پاکستان وړمه ورځ ورورسته له هغې دا لاره بنده کړې وه، چې طالبانو په تورخم ولکه ټینګه کړه.

سوداګر وایي، د کاروبار پوره عادي کېدو لپاره ټیکاو ته اړتیا ده.

بل خوا سوداګر خوښ دي، چې د تورخم دروازې بېرته خلاصېدو سره یې په توکو بار موټرې نه ځنډېږي.

یوه سوداګر حضرت عمر ویلي:"هغه موټرې چې بېګاه راورسېدې، درې – څلور ورځې ایسارې وې. خو چې دروازه خلاصه شوه، نو ګڼې موټرې راواوښتې – کارو بار به وغوړېږي."

په همدې حال کې سوداګر وایي، د وضعیت پوره عادي کېدو لپاره د حکومت ټیکاو ته اړتیا ده.

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې رییس زاهدالله شینواري ویلي:"موږ اندېښمن یوو، چې افغانستان کې د چا حکومت دی او څوک راځي؟ موږ د سوداګرۍ لپاره، ټیکاو، هوساینې، حکومت او سولې ته اړتیا لرو."

له دې ټولو سره ځینې سوداګر د ازبکستان په څېر هېوادونو کې کاروبار کوي، چې اوس وایي هېواد ته د راتګ نیت نه لري.

یوه سوداګر سمیع الله البیګي ویلي:"د افغانستان ټول خلک ډارېږي. وضعیت ښه نه دی. د ټولو ژوند په خطر کې دی. ځوانانو او په تېره ځوانانې نه پوهېږي، چې راتلونکی به یې څه وي."

طالبانو دوه شپې وړاندې پر کابل ولکه ټینګه کړه او اوس د هېواد پر ګڼو سیمو کنټرول لري.

د تورخم دروازه بېرته خلاصه شوه

پاکستان وړمه ورځ ورورسته له هغې دا لاره بنده کړې وه، چې طالبانو په تورخم ولکه ټینګه کړه، خو اوس بېرته خلاصه شوې او د توکو بار موټرې پرې افغانستان ته راوښتې دي.

شریک یي کړئ