Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان بېړنیو مرستو سرچینې وځنډولې

د رویټرز خبری اژانس رپوټ خپور کړی، چې د پیسو نړۍوال صندوق، د ۴۴۰ میلیونه ډالرو زېرمو په ګډون مالي سرچینو ته د افغانستان لاسرسی وځنډاوه.

د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان د بېړنیو مرستو د زېرمو بندولو په هکله اعلامیه، د امریکا د مالیې وزارت تر فشارونو وروسته خپره کړې، چې پر دې صندوق پوره کنټرول لري.

د پیسو نړۍوال صندوق ویاند رویټرز ته ویلي:"اوسمهال افغانستان کې داسې حکومت نه‌شته چې نړۍوالې ټولنه یې په رسمیت و پېژني، نو ځکه خو د ایس ډي ار په ګډون، نورو سرچینو ته لاسرسی بند شوی."

د پیسو د نړۍوال صندوق ویاند زیاته کړې:"د تل په څېر د پيسو نړۍوال صندوق د نړۍوالې ټولنې د نظرونو پر بنست مخې ته ځي."

د رویټرز د رپوټ په حواله، د پیسو نړۍوال صندوق په دودیز ډول په خپل غړیتوب ټینګار کوي چې بالاخره پرېکړه وکړي، چې ایا هغو حکومتونو سره راشه درشه وکړي، چې په کودتا او یا هم د لانجمنو ټاکنو په نتیجه کې واک ته رسېدلي.؟

رپوټ کې راغلي، که افغانستان بیاځلي هم ایس ډي ار پیسو ته لاسرسی پیدا کړي، خو ګرانه ده چې طالبان به دغه سرچینې ولګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن، د ملي امنیت سلاکار جېک سالیوان وړمه ورځ ویلي، کابل کې اوسني وضعیت ته په کتو لا ژر ده چې امریکا ووایي، طالبان په افغانستان کې د حاکم او قانوني قدرت په توګه په رسمیت پېژني که نه؟

د پیسو نړۍوال صندوق د افغانستان د بېړنیو مرستو د زېرمو بندولو په هکله اعلامیه، د امریکا د مالیې وزارت تر فشارونو وروسته خپره کړې، چې پر دې صندوق پوره کنټرول لري او دا د دې لپاره چې طالبان دغو پیسو ته لاسرسی و نه مومي.

شریک یي کړئ