Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نړۍوال بانک پر افغانستان مالي مرستې بندې کړې

د سي این این د رپوټ پر بنسټ، نړۍوال بانک پرون (سه‌شنبه د وږي په دویمه) ویلي، چې پر افغانستان یې ځکه مالي مرستې بندې کړي، چې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې د ښځو برخلیک نامعلوم دی.

د نړۍوال بانک دا اعلان د افغانستان پر اقتصاد یو بل ګوزار دی او دا په داسې حال کې چې افغانستان تر بل هر وخت بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او پرې تکیه دی.– همدا راز د خوارکي موادو بیې په‌کې هم ختلې دي.

د نړۍوال بانک ویاندې مارسلا سانچز سي این این ته ویلي:"موږ د افغانستان وضعیت ته سخته اندېښنه لرو، چې اغېز به یې پر پراختایي چارو او په ځانګړې توګه ښځو باندې وي."

د نړۍوال بانک د وېبپاڼې د معلوماتو پر بنسټ، دې بانک افغانستان کې پراختیایي پروژو لپاره د ۵.۳ میلیارده ډالرو مرستې ژمنه کړې.

د نړۍوال بانک ویاندې ویلي:"موږ په افغانستان کې خپلې چارې بندي کړي. وضعیت له سیاسي او کورنۍ اړخه څارو او ارزوو."

نړۍوال بانک دا هم ویلي، چې په دې هکله یې نړۍوالې ټولنې او نړۍوالو شریکانو سره مشورې روانې کړې دي.

د رویټرز د رپوټ پر بنسټ، وړاندې د پیسو نړۍوال صندوق هم، د شاوخوا ۴۴۰ میلیونه ډالرو په ارزښت مالي سرچینو ته د افغانستان لاسرسی ځنډولی او دا له هغې وروسته چې طالبانو پر کابل ولکه ټینګه کړه.

د نړۍوال بانک دا اعلان د افغانستان پر اقتصاد یو بل ګوزار دی او دا په داسې حال کې چې افغانستان تر بل هر وخت بهرنیو مرستو ته اړتیا لري او پرې تکیه دی.

شریک یي کړئ