Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

په بانکي راکړې ورکړه کې د افغانیو پر استفادې د مرکزي بانک حکم

د رویټرز خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې د افغانستان مرکزي بانک په هېواد کې ټولو بانکونو ته حکم کړی دی چې د پیسو په معاملو او د حوالو په اجرا کې له افغانیو کار واخلي.

د سرچینو په وینا دغه اقدام په هېواد کې د ډالرو د کمښت د مخنیوي په منظور ترسره کېږي. او مرکزي بانک غواړي چې له دې لارې په بازار کې ډالرو وساتي.

د افغانستان بانک چارواکو تراوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

دا خبر په داسې حال کې خپرېږي چې حاجي محمد ادریس تېره اوونۍ د طالبانو له خوا د افغانستان یا مرکزي بانک د رییس په توګه معرفي شو.

د پیسو د حوالو اجرا چې ډېری په ډالرو ترسره کېږي، د افغانستان د عایداتو یوه سرچینه شمېرل کېږي.

ویل کېږي هغه حوالې چې د دغه حکم څخه مخکې د اجرا پړاو ته ننوتلي دي، په ډالرو اجرا کېږي.

په دې وروستیو کې وسټرن یونین (Western Union) او مني ګرام (MoneyGram)هم اعلان کړی دی چې له دې وروسته حوالې په افغانیو اجرا کوي. دغو دوو مالي شرکتونو، په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کېدو وروسته، د یوې مودې لپاره خپل فعالیتونه ودرول.

پر افغانستان د طالبانو له واکمن کېدو سره هم مهاله، د افغانۍ ارزښت د ډالرو په وړاندې په شدت سره کمښت وموند چې ډېرې اندېښنې یې له ځان سره لرلې.

د رپوټونو پر بنسټ، د افغانستان دوه پر دریېمه برخه وکړي په ورځ کې له دوه ډالرو کم عاید لري.

که څه هم بانکونو خپل فعالیتونه له سره پیل کړي دي؛ خو دغه فعالیتونه محدود دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه