Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پیسو د کنګل شویو زیرمو پر حل د اقتصادي چارو د کارپوهانو ټينګار

د افغانستان بانک یو شمېر پخوانی چارواکي او د بانکونو یو شمېر استازي د پېسو د اوسني کړکېچ او د افغانۍ د ارزښت د ټېټېدو په نامه یوه آنلاین غونډه کې وايي چې نړۍ باید په هېواد کې د پېسو د کموالي د کړکېچ مخه ونیسي.

 دوی وایي چې د هېواد د بانکونو له فعالیت پرته او له نړۍ سره د پیسو د راکړې ورکړې د سسټم په تړل کېدو سره د هېواد ټول سوداګریز فعالیتونه درول شوي دي.

د افغانستان بانک پخوانی سرپرست واحد الله نوشیر وویل:«د پیسو له زېرمو د درې بېلابېلو موخو لپاره استفاده کېږي. ځکه زموږ لپاره ډېره مهمه ده چې په ستونزمنو حالاتو کې خلک باید له دغو ګټو استفاده وکړي.»

د دې غونډې ګډونوال له اوسني حکومته غواړي چې د هېواد د کنګل شویو پیسو د ستونزې د حل کولو لپاره له امریکا سره له هرې ممکنې لارې خبرې وکړې کنې د دغه وضعیت دوام به د هېواد د بانکي نظام او پانګونې په برخه کې د وروستیو شلو کلونو لاسته راوړنې له منځه یوسي.

د مالیې  وزارت پخوانی مرستیال سید مبین شاه وویل:«د بانکونو او سوداګریز کار د دوام لپاره د افغانستان د پیسو زېرمې ډېرې مهمې دي. تاسې پوهېږئ چې دم ګړۍ زموږ د سوداګرو حسابونه تړلي دي او د خپل کارو بار لپاره اړتیا لري چې دغه حسابونه پرانیستي وي.»

د بانکوالۍ د برخې یو شمېر کارپوهان وایي چې اوس مهال له د افغانستان بانک سره شاوخوا دوه مېلیارد ډالره پیسې شته چې د هغو په نه رسېدو سره به بانکونه د خلکو د پیسو د ورکولو توان ونه لري.
 
د ملي بانک پخوانی رییس خسرو ضیا وویل:«بانکونه دم کړۍ د سیالیت له ډېر کمښت سره مخ دي او دا بهیر که چېرې دوام پیدا کړي دغه بانکونه به د خلکو د پیسو د ورکړې وړتیا ونه لري.»

بل خوا په دې غونډه کې چې د سټراټېژيکو او سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز په نوښت جوړه شوې وه، د هېواد د سوداګریزو بانکونو د فعالیت په تړاو د اوسني حکومت د پرېکړ ګونګوالی هم یوه لویه اندېښنه وبلل شوه.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه