Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغان صادارتو کې ستونزې؛ پاکستان ته ورځ کې یوازې ۲۰ موټرې اوړي

د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو وار بیا وایي، چې پاکستان د افغان توکو صادراتو مخه کې ستونزې جوړې کړې دي.

د دغې خونې مسوولان وایي، پاکستان د هرې ورځې په حساب یوازې ۲۰ موټرو کې بارو صادراتي توکو ته اجازه ورکوي چې له افغانستانه پاکستان ته یووړل شي، خو له پاکستانه بیا هره ورځ ۱۲۰ موټرې افغانستان ته رااوړي.

مسوولان د افغانستان پر اوسنی حکومت غږ کوي، چې پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې موجودې ستونزې هوارې کړي، که نه نو دا کار به پر افغان صادراتو منفي اغېز وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان‌جان الکوزي ویلي: "دا یوه جدي ستونزه ده او موږ څو وار له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده خو تراوسه حل شوې نه ده. "

به ننګرهار ځینې سوداګر هم د ورته وضعیت شکایت کوي او وایي، چې په تېرو شلو کلونو بېلابېلو حکومتونو پاکستان سره دا ستونزه حل نه‌کړای شوه.

سوداګر وایي، اوسمهال په ترکاریو او تازه میوو بار سلګونه موټرې په کرښه کې ولاړې دي.

ننګرهار کې یوه سوداګر زلمي عظیمي ویلي:"هره ورځ تر ۲۶۰ موټرې د کرښې دې غاړې ته ولاړې وي چې په اوونۍ کې څو زره موټرې کېږي. "

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعام‌الله سمنګاني ویلي: "د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو چارواکي باید په دې هکله له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او دا ستونزه حل کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستان د افغان توکو پر خرڅلاو لګولې مالیه بخښلې ده.

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې پاکستان دغه مالیه د اصولو خلاف لګولې وه، خو اوس چې یې لېرې کړې ښه ګام دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، چې پاکستان د هرې ورځې په حساب یوازې ۲۰ موټرو کې بارو صادراتي توکو ته اجازه ورکوي چې له افغانستانه پاکستان ته یووړل شي، خو له پاکستانه بیا هره ورځ ۱۲۰ موټرې افغانستان ته رااوړي.

تصویر بندانگشتی

د سوداګرۍ او پانګونې خونه یو وار بیا وایي، چې پاکستان د افغان توکو صادراتو مخه کې ستونزې جوړې کړې دي.

د دغې خونې مسوولان وایي، پاکستان د هرې ورځې په حساب یوازې ۲۰ موټرو کې بارو صادراتي توکو ته اجازه ورکوي چې له افغانستانه پاکستان ته یووړل شي، خو له پاکستانه بیا هره ورځ ۱۲۰ موټرې افغانستان ته رااوړي.

مسوولان د افغانستان پر اوسنی حکومت غږ کوي، چې پاکستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې موجودې ستونزې هوارې کړي، که نه نو دا کار به پر افغان صادراتو منفي اغېز وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې مشر خان‌جان الکوزي ویلي: "دا یوه جدي ستونزه ده او موږ څو وار له پاکستاني چارواکو سره شریکه کړې ده خو تراوسه حل شوې نه ده. "

به ننګرهار ځینې سوداګر هم د ورته وضعیت شکایت کوي او وایي، چې په تېرو شلو کلونو بېلابېلو حکومتونو پاکستان سره دا ستونزه حل نه‌کړای شوه.

سوداګر وایي، اوسمهال په ترکاریو او تازه میوو بار سلګونه موټرې په کرښه کې ولاړې دي.

ننګرهار کې یوه سوداګر زلمي عظیمي ویلي:"هره ورځ تر ۲۶۰ موټرې د کرښې دې غاړې ته ولاړې وي چې په اوونۍ کې څو زره موټرې کېږي. "

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي کمېسیون یوه غړي انعام‌الله سمنګاني ویلي: "د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو چارواکي باید په دې هکله له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او دا ستونزه حل کړي. "

دا په داسې حال کې ده چې وړاندې د بهرنیو چارو وزارت ویلي و چې پاکستان د افغان توکو پر خرڅلاو لګولې مالیه بخښلې ده.

خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې پاکستان دغه مالیه د اصولو خلاف لګولې وه، خو اوس چې یې لېرې کړې ښه ګام دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه