Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د لوړې بیې شکایتونه

د پلازمېنې کابل ځینې اوسېدونکي شکایت کوي، چې د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو بیې لوړې او کیفیت یې ټیټ دی.

دوی وایي، اوس چې امنیتي ستونزې کمې شوي او په ټوله کې لګښتونه هم کم شوي، خو لا هم مخابراتي او انټرنیټي شرکتونو د خپلو خدمتونو بیې نه دې راټیټې کړي.

کابل ښاریان وایي، اوسمهال د مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو بیې د ګاونډیو هېوادونو د بیو پرتله ۱۰ برابره زیاتې دي.

د کابل یوه اوسېدونکي حسین ویلي:"انټرنیټ سم کار نه کوي. د خلکو پیسې خوري خو ډېر کمزوری دی."

د پلازمېنې اوسېدونکي وایي، په پاکستان کې کورنیو شبکو د یوې دقیقې خبرو بیه تر نیمې افغانۍ هم کمه ده او په ایران کې شاوخوا یوه افغانۍ ده، خو په افغانستان کې، کورنیو شبکو ته اړیکې نیولو سره د هرې دقیقې بیه شاوخوا دوه افغانۍ ده.

د کابل یوه اوسېدونکي فیصل ویلي:"هر کله چې د پینځوسو افغانیو کارټ اچوو، لږې اړیکې چې ونیسو هم ډېر ژر پیسې ختمېږي. باید حکومت څار وکړي."

په همدې حال کې د مخابراتو وزارت سرپرست او اترا ادارې، له مخابراتي شرکتونو سره غونډه کې، له شرکتونو غوښتي، چې د خپلو خدمتونو بیه دې راټیټې کړي.

اترا ادارې دا هم ویلي، چې مخابراتي شرکتونه باید د خپلو خدمتونو غوره والي لپاره ، د نوري فایبر او ۴ جي خدمتونو چټک او پراخ کړي.

د هڅو سره سره مو په دې هکله د مخابراتي شرکتونه نظر ترلاسه نه کړای شو.

اوسمهال په افغانستان کې پینځه مخابراتي شرکتونه فعال دي او د پیرېدونکو شمېر یې هم ۲۲ میلیونو تنو ته رسېږي، چې له منځه یې ۱۰ میلیونه انټرنیټ هم کاروي.

د مخابراتو وزارت، له مخابراتي شرکتونو غوښتي، چې د خپلو خدمتونو غوره والي لپاره دې، د نوري فایبر او ۴ جي خدمتونو چټک او پراخ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه