ځینې عام خلک شکایت کوي، چې دې وروستیو کې په بازارونو کې د چرګانو د غوښې او هګیو بیه له ۴۰ تر ۶۰ سلنه پورې ختلې ده.
د کابل ځینې اوسېدونکي وایي، چې اوس د چرګې یوه هګۍ په ۱۲ افغانۍ ده، چې د بېوزلۍ له کبله یې د پېرلو وس نه لري.
د کابل یوه اوسېدونکي عبدالمتین ویلي:"مخکې به مو د چرګې یوه هګۍ په پینځه یا شپږ افغانۍ اخېستله، خو اوس ۱۲ افغانۍ ته ختلې."
هټۍوال وایي پولو کې محدودیتونه زیات شوي، ځکه د چرګو د غوښې او هګیو بیې ختلې دي.
یوه هټۍ وال فریدون حکیمي ویلي:"د چرګو د غوښې او هګیو د بیو د ختلو یو علت، د ایران او پاکستان د لارو بندېدل دي، ځکه چې ډېرې هګۍ له دغو هېوادونو راځي."
دا په داسې حال کې ده، چې په کور دننه د چرګانو د هګیو د تولید ګڼ فارمونه په ټپه ولاړ دي.
د کانونو او صنایعو خونه وایي، پولو کې محدودیتونه د چرګو د هګیو د بیو د ختلو لاملونه دي.
د کانونو او صنایعو خونې اجرايي مشر رحیمالله سمندر ویلي:"د فارمونو سقوط د دې سبب شو، چې په کور دننه د چرګانو د هګیو تولید کم شي او موږ د ګاونډیو هېوادونو په وارداتو تکیه شو."
د شمېرو پر بنسټ، ټول هېواد کې د چرګانو د روزنې ۱۰ فارمونه وو، چې له منځه یې ۲۰ سلنه فارمونو کې هګۍ تولیدېدې خو اوس له دغو فارمونو زیات یې بند شوي.
افغانستان اوسمهال له پاکستان، ایران، قزاقستان او ازبکستان نه د چرګانو هګۍ راوړي.