Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ننگرهار کې د ستروسو حاصلات ډېر شوي

د ننګرهار کرنې ریاست وایي، چې سږکال په دغه ولایت کې د تېرو کلونو پرتله د ستروسو حاصلات ډېر شوي دي.

د کرنې ریاست مسوولان وایي، د ننګرهار په زیاتو ولسوالیو کې د ستروسو بڼونه جوړ شوي او تمه یې ده چې سږکال به تر ۱۲ زره ټنه حاصل ولري.

د ننګرهار کرنې ریاست ویاند اجمل سبحان ویلي: "په ۳۸۷۲ هکټاره ځمکه کې د ستروسو بڼونه جوړ شوي چې ۹۴۵۲ ټنه حاصل یې ورکړی او اټکل دی چې تر ۱۲۰۰۰ ټنو ته به ورسېږي. "

ننګرهار کې د تحقیقاتي فارم مسوولان وایي، چې دمګړۍ د ستروسو په ۷۰ بڼو ارزونه کوي.

د ننګرهار کرنې ریاست د بڼوالۍ مسوول عبداللطیف بارکزی وایي: "اوس‌مهال غوښتنه ډېره زیاته ده، که تولیدات ښه شي، بازار ښه وي، ښه ګټه به وشي. "

د ننګرهار په تحقیقاتي فارم کې یوه بڼوال حکمت شاه ویلي: "د بڼ پالل اسان کار نه دی. یوازې دا نه ده چې بوټي کېنوه او بس.باید پر وخت اوبه ورکړل شي،دوا ورکړل شي او هر څه یې پر خپل وخت وي. "

په ننګرهار کې د ستروسو تر څنګ د نورو مېوو حاصلات هم ښه وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه