Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

برېښنا شرکت وايي ډېر ژر به د وارداتي برېښنا پور پرې کړي

د برېښنا شرکت چارواکو د سې شنبې په ورځ د سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي له ټویټ وروسته ویلي دي چې د منځنۍ اسیا هېوادونو د وارداتي برېښنا پور به ډېر ژر پرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې سیګر یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړي پلټونکي په خپل تازه ټویټ کې ویلي دي چې د منځنۍ آسیا هېوادونه د پیسو د نه ورکول کېدو له امله پر افغانستان برېښنا بندولی شي.
 
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت ‌الله نورزی بیا په دې هکله داسې وايي:«ډېر ژر به د ګاونډیو هېوادونو پیسې چې برېښنا شرکت له هغه پوروړی دی، ورکړي.»

 بلخوا د کانونو او صنایعو خونې مسوولان وایي که چېرې پر افغانستان برېښنا پرې شي، په هېواد کې تولیدي فابریکې خپلو فعالتیونو ته دوام نه شي ورکولی.
 
د کابل د صنایعو او کانونو خونې اجرایه رییس محمد کریم عظیمي وویل:«تولیدي کارخونې د برېښنا په جریان پورې تړلې دي، که چېرې برېښنا پرې شي، ډېرې ستونزې به رامنځته کړي.»

بل خوا د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي وایي که چېرې د افغانستان برېښنا پرې شي، له ډېرو ستونزو سره به مخ شي.
 
د کابل اوسېدونکی وحدت‌الله طلوع نیوز ته وايي:«که چېرې افغانستان برېښنا ونه لري، خلک به له ډېرو ننګونو سره مخ شي.»

د برېښنا شرکت د شمېرو له مخې اوس مهال تر ټولو ډېره وارداتي برېښنا د ازبیکستان او تاجیکستان هېوادونو ده او د هېواد د اړتیا وړ یوه برخه برېښنا د سروبي، درونټې او ماهېپر په بندونو کې تولیدېږي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه