Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پیسو نشتوالي له امله د صنعتي پارکونو په فعالیت کې ۴۰ سلنه کمښت

یو شمېر صنعتکاران پر اسلامي امارت غږ کوي، چې بهر ته د اوسپنې د قاچاق مخه ونیسي. د افغانستان د صنعتکارانو ټولنه وايي، د هېواد په بانکونو کې د پیسو کمښت او د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو کنګل کېدو د صنعتي پارکونو فعالیت ۴۰ سلنه راکم کړی دی.

د صنعتکارانو د ټولنې مشر عبدالجبار صافي وویل: "۴۰ سلنه فعالیتونه مو  را کم شويديِ، د دې اصلي لاملونه د بانکونو بندېدل دي چې بانکونه موږ ته پیسې نه راکوي او تی تی(لیږدول) کېږي هم نه."  یو شمېر صنعتکاران له حکومته غواړي چې بهر ته د فلزاتو د قاچاق مخه ونیسي او د هېواد په پرمختیايي پروژو کې له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي. د اوسپنې د ویلې کېدو د فابریکو رئیس عبدالناصر رښتیا وایي:«موږ د افغانستان له اسلامي امارت څخه په کلکه غوښتنه کوو څو بهر ته زموږ د اوسپنې د ډبرو قاچاق ته اجازه ورنکړي.

بل خوا د ګمرک چارواکي وايي، اوس د هېواد په ګمرکونو کې فساد نشته او د هېواد عوايد لوړ شوي دي.

د مالیې وزارت د ګمرکونو مرستیال رحمت الحق ابو زید وایي: "کله چې زه یوه فابریکه وینم چې فعاله شوې ده. ما یوه فابریکه ولیده چې لا د مخه فلج شوې وه. دوی راته وویل چې دا فابریکه اوس فعاله شوې ده. دا د خامو موادو یوه فابریکه وه کېدای شوای چې په هره لاره تللې وای."

 دا مهال په هېواد کې ۱۸ صنعتي پارکونه فعالیت کوي، چې شاوخوا ۵۵۰۰ لويې، منځنۍ او وړې فابريکې لري، خو د دغو فابريکو ډېرى يې اوس د بېلابېلو لاملونو له کبله تړل شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه