Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ماليې وزارت: د ۱۴۰۱ مالي کال بودیجه له کورنیو عوایدو برابره شوې

د ماليې وزارت وايي چې د ۱۴۰۱ مالي کال بودجې مسوده یې چمتو کړې او ټاکل شوې د تصویب لپاره یې کابینې ته واستوي.

د مالیې وزارت وايي چې له دوو لسیزو تېرېدو وروسته یې په لومړي ځل له بهرنیو مرستو پرته له کورنیو عوایدو ملي بودجه برابره کړې ده.

د ماليې وزارت ویاند وايي، د بودجې لپاره یې پیسې له ګمرکونو او نورو کورنیو سرچینو راټولې کړې دي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وايي: «له شلو کلونو یا دوو لسیزو تېرېدو وروسته، دا لومړي ځل دی چې موږ په دې وتوانېدو چې له بهرنیو مرستو پرته مو کورنیو عوادو ته په کتو بودجه جوړه کړه.»

ښاغلی حقمل زیاتوي، له ګمرکونو او نورو کورنیو سرچینو راټولې شوې پیسې کورني لګښت ته بسنه کوي.

 هغه زیاتوي: «په ټوله کې زموږ ټولې کورنۍ سرچینې او کورني عاید فعال دي او ورځ تر بلې یې حالت ښه کېږي. یوه مهمه موضوع دا چې په راټولولو کې هېڅ ډول فساد نه‌شته.»

بل‌پلو، د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، پر افغانستان د بهرنیو مېلیاډونو ډالري مرستو بندول به د سترو پرمختیايي پروژو پلي کولو پروسه له بېلابېلو ننګونو سره مخامخ کړي.

د اقتصادي چارو کارپوه ایرج فقیري وايي: «د مرستو کموالي او نشتوالي له کبله یا په ډېره ټیټه کچه بهرنۍ مرستې د دې لامل ګرځي چې موږ و نه‌شو کولای د ۱۴۰۱ مالي کال بودجه په سم ډول اجرا کړو.»

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رښتیا په همدې اړه زیاتوي: «که په سم او روڼ ډول زموږ ملي عواید مدیریت شي، له شک پرته حکومت په دې توانېدلی شي چې له خپلو کورنیو سرچینو عادي بودجه تمویل کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مهاله د ۱۴۰۱ مالي کال بودجې کره اندازه په ډاګه شوې نه‌ده، خو د تېر حکومت پر مهال د ۱۴۰۰ مالي کال بودجه له ۴۷۳ میلیارډ افغانیو ډېره وه چې ۳۱۱ میلیارډه یې عادي او ۱۶۰ میلیارډه نوره یې پرمختیايي چارو ته ځانګړې شوې وه، خو د دې بودجې له ۷۰ سلنو ډېره برخه له بهرنیو مرستو جوړه شوې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه