ټولګټو وزارت وایي، د پخواني حکومت د پروژو ارزونې په موخه یې شپږ کاري کمېټې جوړې کړې دي.
د دې وزارت مرستیال وايي، دا کمېټې د پروژو ټول جزئیات له سره ګوري، څو د بشپړېدو لپاره یې پرېکړه وکړي.
د ټولګټو وزارت مرستیال بختالرحمن شرافت وايي: «موږ هغه پروژو ته لومړیتوب ورکوو چې چارې یې ۸۰ یا ۹۰ سلنه بشپړې شوې وي او یوازې ۵ یا ۱۰ سنله کارونه یې نیمګړي وي. ټاکل شوې کمېټې د دې پروژو ټول اړخونه څېړي.»
د ټولګټو وزارت مرستیال زیاتوي چې په هېواد کې له ورستیو تحولاتو وروسته د ډېرو پروژو چارې ځنډېلې دي او په خبره یې اسلامي امارت هڅه کوي چې د پرمختیايي پروژو پیلېدو لپاره بهرنیو بنسټونو ته قناعت ورکړي.
د ټولګټو وزارت مرستیال بختالرحمن شرافت په دې اړه وویل: «هغه پروژې چې د بهرنیو مرسته کوونکیو له لوري بشپړېدلې؛ چارې یې نیمکړې دي او تر دې دمه یې کارونه نهدي پیل شوي او اسلامي امارت له هغوی سره په اړیکه کې دی، څو مرسته کوونکیو ته قناعت ورکړي چې بېرته راشي او پروژې بیا پیل کړي.»
بلپلو د اقتصادي چارو ځینې کارپوهان وايي، د پرمختیايي پروژو د بشپړولو لپاره د بهرنیو بنسټونو مرستو ته اړتیا ده.
د اقتصادي چارو کارپوه سید مسعود وايي: «سره له دې چې پرمختیايي بودجه نه تمویلېږي، پروژې نیمګړې دي او سلنه یې هم ۷۰ ته رسېدلې ده، که بېرته پرې کار پیل نهشي، دا پروژې به خرابې شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ټولګټو وزارت د سالنګ تونل تر څنګ د حلقوي سرک ځینو برخو او ویجاړو شویو پلونو او پلچکونو پروژو د بشپړېدو خبر ورکوي.
په دې اړه مو اندونه