Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په۲۰۲۱ کې د هیواد اقتصاد؛ د مرستو ځنډول د پیسو په نرخ کې بدلونونه

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستان سره ټولې نړیوالې مرستې په یو وخت ودرول شوې او د بانکي سیستم په فلج کېدو سره د هېواد اقتصاد له بحران سره مخ شو.

په دغه کال کې په هیواد کې د بې وزلۍ د کمولو او د کلیو د پراختیا په هدف تر ټولو لوی ملي پروګرام وځنډول شو.

د اګست په ۱۵ مه افغانستان ته ټولې سوداګریزې الوتنې وځنډول شوې او سلګونه مسافر له ویزو او پاسپورتونو سره د کابل له هوايي ډګر څخه بېرنخ کورونو ته ستانه شول.

د جمهوري ریاست د ړنګیدو په ورځ په پلازمینه او ولایتونو کې خلکو په بانکونو ته مخه کړه او د هیواد خصوصي او دولتي بانکونه د پیسو له کمښت سره مخ شول.

د مالي او بانکدارۍ کارپوه، سیر قریشي وویل، "د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ کال کې تر ټولو په بد کې حالت و، کله چې طالبانو واک واخیست او مالي مرستې بندې شوې، همدارنګه د ملي زیرمو کنګل کېدل او د هېواد د مالي خدمتونو فلج کېدل افغانستان له یوه بشري ناورین سره مخ کړ."

په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د خزانې وزارت د افغانستان تر ۹ ملیارد ډالرو زیاتې زېرمې کنګل کړې او له هغې ورځې چې افغانستان د اسلامي امارت لاس ته ولوېد، له نړۍ سره ټولې بانکي راکړې ورکړې پرې شوې. د بانکي اړیکو پرې کېدو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د افغانستان سوداګري له ننګونو سره مخ کړې ده.

د اقتصاد وزارت سرپرست دین محمد حنیف وویل، "بانکونه خپلې ستونزې لري، او هغه شمېر خلک نمخواګانې چې د آسیا پراختیایي بانک نه یې لاسته راوړي، او د یو شمېر نورو هېوادونو لخوا نیمه بشپړې شوې پروژې وځنډول شوې."

په ۲۰۲۱ کې، د هیواد اسعارو تیز بدلونونه تجربه کړل. د مرکزي بانک پخواني مشر په خپله فیسبوک پاڼه کې د یوه کال په موده کې د هېواد د اسعارو د بیې بدلون بې مخینه وباله.

هر ډالر په ۳۶۰ ورځو کې ۷۸ افغانۍ، په ۳۰ ورځو کې په ۹۳ افغانۍ او په اوو ورځو کې په ۱۰۲ افغانۍ تبادله کېده.

د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په ۲۰۲۱ کال کې په بې ساري ډول یو سل او دېرش افغانیو ته ورسېد.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې ویاند عبدالرحمن زیرک وویل: «په ۲۰۲۱ کال کې موږ د افغانیو د ارزښت په اړه په زړه پورې خاطرې نه درلودې، د کال په تېرېدو سره افغانۍ ورځ تر بلې خپل ارزښت له لاسه ورکوي،.

په ۲۰۲۱ کال کې نړیوال بانک په افغانستان کې خپلې ټولې پروژې وځنډولې او تر ټولو لوی پروګرام یې د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ولسي تړون ملي پروګران وو چې ویې دراوه.

د روان کال په وروستیو میاشتو کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (د ملګرو ملتون د پراختیا سازمان) اعلان وکړ چې نږدې ۹۷ سلنه وګړي به د فقر تر کرښې لاندې وي.

سږ کال لوږه او د بې روزګارۍ زیاتېدو زرګونه کسان اړ کړي چې د کار موندلو لپاره ایران او پاکستان ته کډه شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل، " ټولو مرستندویه ادارو له بدلون وروسته له افغانستان سره خپلې مرستې بندې کړې او یو لړ ستونزې او ننګونې موجودې وې،"

د کورونا ویروس دریمې څپې د روان کال په پیل کې د افغانستان اقتصاد له ننګونو سره مخ کړ او ډېرو کوچنیو سوداګرو خپلې دندې له لاسه ورکړې. د کلیوالي اقتصاد چې پر کرنه تکیه و، د وچکالۍ له امله سخت زیانمن شو او د افغانستان د غنمو تولید په دغه کال کې یو میلیون ټنو ته راښکته شو.

په افغانستان کې د پولي انفلاسیون کچه له پنځه سلنې څخه اوښتي او لسګونه فابریکې د خامو موادو د کمښت او له بانکونو څخه د د لږو پیسو د ایستلو له امله تړل شوې دي.

د احصایې او معلوماتو ریاست مرستیال حسیب الله موحد وویل، "کله چې تولید کم شي، ټول اقتصاد ته لوی ګوزار دی. دا روښانه ده چې کارګران خپلې دندې له لاسه ورکوي، عایدات او تقاضا راټیټوي، او عمومي بحران شتون لري."

له دې ټولو ستونزو سره سره د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې د لومړي ځل لپاره یې د هېواد بودیجه پر بهرنیو مرستو له تکیه پرته چمتو کړې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه