Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار پيل لپاره د کابل - عشق اباد هوکړه

د ټاپي پروژې د کار بشپړتیا لپاره له ترکمنستانه یو پلاوی افغانستان ته راغلی دی. د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې کابل او عشق اباد د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل لپاره سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست خوشبینه دی چې د نوي زیږدی کال په پيل کې د ترکمنستان د لوړپوړي پلاوي سفر د ټاپي پروژې د بشپړتیا لپاره د عشق اباد د جدیت نښه ده، هغه پروژه چې کابو دېرش کاله دي چې عملي شوې نه ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور وویل:«هڅه کوو چې ډېر ژر پيل شي او د کال تر دویمې نمايي عملي کار پيل شي.»

د ټاپي پروژې د ۳۰ کلن تړون پر بنسټ، افغانستان په لومړیو لسو کلونو کې به، په کال کې ۵۰۰ مېلیونه متر مکعب ګاز، په دویمه لسیزه کې به یو مېلیارد متر مکعب ګاز او په درېیمه لسیزه کې به په کال کې یو نیم مېلیارد متر مکعب ګاز ترلاسه کړي.

د ټاپي پروژې له مسیره به د اوسپنې پټلۍ، د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا مزي او نوري فایبر هم تېر شي.

بلخوا رییس الوزا لومړی مرستیال مولوي عبدالسام حنفي له دغه پلاوي سره په لیدنه کې وویل:«د افغانستان او ترکمنستان مناسبات نېک دي. او د هغه د پراختیا په برخه کې به هڅې وکړو. افغانستان د ټاپي پروژه د یوې ملي پروژې په توګه ګڼلې او هغه ته اهمیت ورکوو او هره شېبه چمتو واوسو چې د هغه د تطبیق لپاره عملي ګامونه پورته کړو. د دواړو هېوادونو اړوندې ادارې به د ټاپي پروژې د عملي کار لپاره به د لازمو شرایطو د چمتووالي لپاره کار وکړي.»

د ترکمنستان ګاز به له مبدا تر هنده د ۱ زرو ۸۱۴ کیلومتره نل لیکې په وسیله ولېږدول شي او له دغې نل لیکې څه باندې ۸۰۰ کیلومتره به یې د افغانستان له خاورې تېر شي.

د دغې پروژې له لارې به په کال کې افغانستان ۴۰۰ مېلیونه ډالره ترلاسه کړي او همداراز به د زرګونه کاري زمینې له برابرېدو سربېره په هېواد کې د برېښنا ۱۲ سب ستیشنونه هم جوړ شي او په دې سر به د افغانستان اقتصاد هم وده وکړي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه