Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

دبهرنیو چارو وزارت: ډېر ژر به د ټاپي پروژې اووه تړونونه لاسلیک شي

د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي، ډېر ژر به د ټاپي پروژې پاتې اووه تړونونه له خپلو شریکانو سره لاسلیک کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو رییس، ولی الله شاهین ټینګار کوي چې ترکمنستان به د ټاپي د بودیجې برخه افغانستان ته په پور ورکړي.

ولي الله شاهين وويل: «په دې صورت کې موږ له ترکمنستان سره هوکړه کړې چې ترکمنستان به افغانستان ته هغه لګښتونه پور ورکوي چې افغانستان یې پرې کوي او په راتلونکي کې به د دې پروژې له عوایدو د دوی پور بیرته ورکوو.»

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، د ټاپي پروژې د تطبیق لپاره شپاړس سندونه شتون لري، چې نهه یې د جمهوري ریاست له سقوط مخکې لاسلیک شوي دي. بین الحکومتي تړونونه، د ګازو د پایپ لاین د جوړولو چوکاټ، د لوړپوړو چارواکو تړون، د ګازو پلور، عملیات، برخه اخیستونکي، مشورتي خدمتونه، پانګه اچونه او امنیتي تړونونه هغه سندونه دي چې افغانستان لا دمخه د ټاپي پروژې له شریکانو سره لاسلیک کړي دي.

خو له کوربه هیواد سره د مخامخ ترانزیت، د ګازو د انتقال، د ټاپي د پایپ لاین د سیستم د مقرراتو، د ځمکې د استملاک د خدمتونو، د ځمکې د حقونو او څو اړخیزه تړونونه پاتې دي او اسلامي امارت تمه لري چې دا تړونونه د ټاپي پروژې له شریکانو سره لاسلیک کړي.

هغه وویل: «له ترکمنستان سره اووه نور تړونونه پاتې دي، چې کار یې په شدت سره روان دی، اووه نور تړونونه پای ته رسېدلي د ټاپي پروژه ژر پیلېږي او افغانستان ته یې ګټه ډېره ده.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت وايي چې د نوي کال په بودجه کې به د ټاپي پروژې لپاره پیسې ځانګړې شي.

د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل وویل، د ټاپي په پراختیايي سکتور او نورو پراختیايي پروژو کې به ۱۴۰۱ بودیجه په پام کې ونیول شي.

یو شمېر اقتصاد پوهان په دې باور دي چې افغانستان نه شي کولای د ټاپي په پروژه کې ونډه واخلي. اقتصاد پوه سید ناصر رشتیا وویل: «د بندیزونو په لګولو او د نړۍ له خوا د بهرنیو مرستو په بندیدو سره، داسې نه ښکاري چې افغان حکومت به یوازې د ټاپي پروژه پیل کړي او یا لږ تر لږه خپل لومړني کارونه به پیل کړي.»

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو وویل: «زه فکر کوم چې افغانستان د جغرافیه یي نظره ښه موقعیت لري، ځکه چې په مرکزي، ختیځ او جنوبي اسیا کې ښه ګاونډیان لري. موږ له افغانستان څخه ملاتړ کوو چې له خپل جغرافيايي موقعيت څخه د ګټې اخيستو لپاره له دې لارې ګټه پورته کړي.»

د ټاپي پروژه به د ۹ تر ۱۰ ملیارډ ډالرو پورې لګښت ولري او په پروژه کې ښکیلو اړخونو د دې لوی سیمه‌ییزې پروژې د جوړولو او مدیریت مسوولیت ټاپي یا "ټي پي سي ال" ته سپارلی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه